سوله یې ځندۍ کړه! 

د کلونو، میاشتو او اونيو په تېرو لا هم د سولې روان بهیر پڅ پرمخ روان دی. د سلګونو، زرګونو او حتی په میلیونونو افغانانو د سولې تنده همغسې بې برخلیکه پاتي شوه او د سولې تنده یې د ډیرو هڅو، تلاشونو او کوښښونو سره سره خړوبه نشوه.

موږ د ژوند ټولې هیلې او ارمانونه د ژوند په ګړندۍ پېړۍ کې په هغه ملاح پورې تړلي دي، چې نه یې هم د سولې روانه بېړۍ تر سمندر سواحلو پورې ورسولی شوه او نه یې هم بېرته بېړۍ خپل ځای ته ورسوله، ترڅو لنګر واچوي، بلکې کله هم چې دغه بېړۍ په سم مسیر ور برابره شوې ملاح یې په ډېر چل او فریب د بېړۍ بادبانونه په ناسم مسیر ور برابر کړي په ډېره اسانۍ یې بېړۍ په لوی لاس مافیایې ګړیو ته په واک کې ورکړې ده. زموږ د سولې لوبه هم کټ مټ همداسې ده. 

اوس سولې ته د افغانانو هغه پخوانۍ تلوسه او ښه نیت نه دی پاتی، بلکې اوس افغانانو ته د دغې سولې څخه د وینی بوی ورځي. هره ورځ مو په هېواد کې د جنګ او ویر ټغر غوړیدلی دی، په داسې تپلي جګړه کې ښکېل یو، چې هره ورځ د افغانانو څخه ژوند اخلي او د افغانانو د ژوند په بیه تمامیږي، په هېواد کې مو د وینې لښتې بهیږي دواړو لورو ته افغانان وژل کېږي کونډه، یتیم او بوره مور یې هم افغان ته پاتي کېږي؛ خو ګټې یې بیا سیمو هیوادونو او په ځانګړې ډول د مثلث دریو ضلغو لرونکو هېوادونو ته پاتي کېږي. افغانستان اوس د وزلوبې ډګر ګرځیدلی دی. هر لوری په کې خپل زور او وسلې ازمایې، په تېره بیا ایران، پاکستان، شوروي اتحاد او سعودي عربستان، چې یو او بل ته په مورچلونو کې ناست او دغه مورچلی یې د افغان په خاوره کې په پورا ماهرانه ډول جوړی کړي دي. د دغې لوبې څخه هند او چین هم نه دی مستثنا، بلکې تل یې د لوبڅار په څېر په دغه لوبغالي کې خپل حضور فعال ساتلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په وار وار سره د سیمو هېوادونو ته ډیپلوماټیک سفرونه درلودل؛ خو د خلیلزاد ډیپلوماټیکو ناستو، غونډو او خبرو هېڅ راز اسانتیا د افغان د سولې په برخه رامنځته نشوای کړای، بلکې دغه مهمه او ملي پروسه یې د کدو شاته واچوله او د سیمي هېوادونه یې لا د افغان سولې په برخه کې حساس کړه.

په دې سره د زرګونو او میلیونونو افغانانو هغه هیلې، چې دوی یې خوبونه لیدل په سیند لاهو شول. د زرګونو نورو افغانانو هیلې چې د سولې په مورد راټوکېدلي وې، بېرته پرې د خزان سړې سیلۍ راغلې او د دوی د هیلو هره پاڼه یې په زور او جبر ورژوله مخکې تر دې چې دوی وغوړیږي، فضا خوشبویه او چاپېریال رنګین کړي.

سوله الهي امر دی دې ته په کتو د رسول الله ص سیرت او د هغه ژوند د سولې او اصلاح راوستلو له پېښو څخه ډک دی، چې لویې بیلګې یې د اوس ــ خزرج قبیلو ترمنځ څو سوه کلنې جګړې او دښمنۍ پای، مدیني تړون، د مشرکینو سره د حدیبیې سوله، یهودو له قبیلو سره د سولې مختلیف تړونونه د دې څرګندوي کوي، چې په اسلام کې سوله او د هغې اړتیا په واضح ډول څرګنده شوې ده. 

شکر افغانان مسلمانان دي او دین یې اسلام دی، اسلام د سولې، امن او ورورۍ دین دي، نو بناً افغانان د سولې روغې جوړی تږي دي، امن غواړي، سوله غواړي، خو داسې سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي او دواړه جانبو ته په کې د مخامخ خبرو او مذاکراتو زمینه برابره شي. افغانان هم د نورو هېوادنو د وګړو په څېر په سوله کې د ژوند کولو حق لري.

تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي افغانستان.