انساني توپیر (لنډه کیسه)

ښځې تیږې ته لاس کړ، د خرې له کتې مړ ګرد پورته شو، پشۍ د ښځې تر پښو ووته او تیزه د دروازې په خوا روانه شوه. ښځې پسې منډې کړې، چیغه یې کړه:

ـ سړیه هله بل چرګوړی یې وخوړو!

ډز شو تر دروازې ګولۍ ووته، پشۍ بېرته د سړي په لور منډې کړې. سړي په ډډ غږ سپي ته ناره کړه:
ـ هله توره نیسه یې!

سپي په وروستۍ زینه کې پشۍ ونیوه، و یې موروړه، پشي د سپی په شونډه خوله ټینګه کړه، وکوړنچید، دا په بیړه د کدانې په وره ننوته، د وښو سر ته وخته. مور یې نورو بچو ته ډوډۍ ورکوه چې په ده یې پام شو. ژر یې خوا ته ورغله، ورته کړل یې:

ـ له چا سره د جنګ وکړ؟

بچي یې کیسه ورته وکړه. مور یې په قار ورته وکتل، ورته ویې ویل:

ـ نو ولې د خوړو، تاسې ته مې څو ځله ووې چې داسې کارونه به نه کوئ!

خبرې یې نه وې خلاصې چې سپی د وښو سر ته ور وختو. ځان یې حملې ته جوړه و چې پشۍ پرې غږ کړ:

ـ یوه شېبه صبر!
سپي رډ رډ ورته وکتل:
ـ وایه، څه وایې؟
پشۍ پزه په پښه وموښه، ورته ویې ویل:
ـ ویې وبښه، ګناه یې کړې، بل ځل به داسې نه کوي!
ـ نه دا یې دوهم چرګوړی دی، که یې کسات وا نه خلم، مالک مې په قار کیږي.
ـ چې نه یې منې، یوه وعده راسره وکړه، وروسته له هغه بیا ما هم وخوره!
مسک شو، لکۍ یې وښوره وه ورته کړل یې:
ـ سمه ده، ووایه!
ـ زما سره به څلور ورځې په سفر ځې، وروسته له سفره ما هم وخوره.
ـ راځه، همدا اوس ځو!
پشۍ یې اولاد ته وکتل او پرې غږ یې کړ:
ـ زامنو، دا خواړه مو یوه اونۍ بس دي، بیرون ته لاړ نه شئ، زه ژر راځم....

دواړه روان شول، د دریمې ورځې په سهار د لوړ غره سر ته وختل. کښته یې وکتل، د غره لمن ځنګل وه او تر هغه څه لرې لوی لوی پورتومانو ښکارېدل. پشۍ سپي ته مخ ور تاو کړ، پرې غږ یې کړ:
ـ په ځنګل کې حیوانات دي او هاغه کورنه چې مالومیږي، هلته د دې هېواد انسان دي.

سپی وغځېدو پزې یې وپړسېدې، چیغې یې کړې:
ـ هلته وګوره څوک مړه دي، راځه چې برخه پکې واخلو!
تیز روان شو، پشۍ پسې منډې کړې، تر لکۍ یې ونیو، ورته ویې ویل:
ـ کرار شه، دا افغانستان نه دی، پام کوم انسان یا حیوان ته خوله وا نه چوې!

سپي حیران ورته وکتل:
ـ ولې؟
ـ دلته د حیواناتو، له ځینو انسانانو ښه قانون دی، په یوبل تیرۍ نه کوي لکه موږ!
سپي څه ونه ویل، د لیدل شوي شي په خوا رهي شول، نږدې ور رسیدلي و چې له پراته انسان دوه کارغان والوتل.

پشۍ پرې ناره کړه:
ـ مه ویریږئ، موږ هم ستاسو د قانون تابع یو!
را وګرځېدل، تر جوړ پخیر وروسته، لوی کارغه، پشۍ ته وویل:
ـ څېرې مو ناشناخته دي، له کوم ځایه راغلي یئ؟

ـ له افغانستانه.
لوی کارغه یې زوی ته کړل:
ـ پورته، له دوی ډار په کار دی!
پشۍ پرې غږ کړ:
ـ مه ډارېږئ، موږ هغه ډول نه یو.

سپي خوله د پشۍ غوږ ته ورنږدې کړه، ورته ویل یې: دا انسان مړ دی، سخت وږی یم، شروع به پرې وکړم!
پشۍ په قار ورته وکتل، کرار یې ورته وویل:
ـ چوپ، مخکې مې درته ووې چې دا افغانستان نه دی!
پشۍ، لوی کارغه ته وویل:
ـ دا انسان څوک دی او ولې مړ دی؟

وزر یې ورپوه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، تر ځنډ وروسته یې خوله خلاصه شوه:
ـ نه پوهېږم چې د څه لپاره دلته راغلی و، ماښام مې پرې پام شو، ورته ښکته شوم، د مرګ په حال کې و. یوازې دومره یې راته وویل: دلته په چکر راغلی وم، د زړه تکلیف مې لرو، اوس یې حمله راباندې راغله...
کارغه پشۍ او سپۍ ته وکتل، دواړو غبرګې سترګې ورته نیولې وې. ده بیا خبرې وغځوې:
ـ زه بازار ته لاړم، څو درمل ورته راوړم، خو چې څو راتلم، وفات شوی و. تنها مې تر وسه تېره وه چې چېرې یوسم، اوس مې زوی راویست، خو بیا هم نه کیږي، اوس ځم خلکو ته وایم چې ورته راشي ...
پشۍ او سپي یو بل ته ځیر شول، پشۍ بیا ورته وویل:
ـ د دې هېواد انسانان څه ډول دي؟

ـ پرښتې دي پرښتې، خواږه او مهربانه خلک دي. د حیواناتو بچي یې فصل ورته لت پت کړي، دوی چې راشي څه نه ورته وایې ....
ـ دومره مهربان دي؟
کارغه کوغ کوغ وکړل او ویې ویل:
ـ هره ورځ د حیواناتو لپاره خوارکي توکي را وړي...
ـ په خپل منځ کې څه ډول دي:
ـ ډېر خواږه دي، کله چې کوم کس په قار وي او حتی بل نفر ووهي، وهل شوی فراد انتقام نه اخلي، بلکې په مسکا ځواب ورکوي، شېبه ورسته بېرته سره جوړ وي.

سپي سوړ اسوېلی ویست، پشۍ ته یې لکۍ وښوره وه. له کارغانو یې خدای پاماني واخیسته، د ځنګله په طرف لاړل. هلته ګوري چې زمری، آس او... ټول یو ځای سولیز ژوند کوي.

سپی ولوېد، خوله یې خلاصه ونیوه او سترګې یې پټې کړې.

پشۍ ورخطا شوه، فکر یې وکړ چې مړ شو، په همدې سوچ کې وه چې زمري اوبه راوړې او پر سپي یې وپاشې. شېبه وروسته لږ ښه شو. هملته تم شول، څو د دې هېواد د حیواناتو له ژوند خوند واخلي. دولس بجې به وې چې څو موټر څنګل ته راننوتل. نفر ترې ښکته شول، حیواناتو مستۍ ورسره پیل کړې، هغو ټولو ته خواړه کېښودل، دوی لاړل.

سپي، وویل:
ـ دا حیوانات ډېر ښه ژوند لري، راشه موږ ته، که انسان یا حیوان راسره مخ شي، نو خورو یې!

پشۍ وخندل:
ـ که هلته انسان، انسان نه خوړلی، دوی به د دې هېواد د خلکو په څیر ژوند درلودای او موږ یې د حیواناتو
د دواړه په مخ کې موږک منډه واخیسته، شادي را ونیو، مستۍ یې شوې ...

سپي پر پشۍ غږ کړ:
ـ دا دروغ دي، انسانان یې سم دي، موږ ناسم یو.

ـ دا خوړل او وژل خو مو له دوی زده کړل، که سم ژوندی یې وای موږ به هم له ښه ژوند برخمن وی!

سپي ژبه پر شونډو تیره کړه، ویې ویل:

ـ نو د دې هېواد انسان ولې یو بل ته ضرر نه رسوي!

ـ ځکه خدای ج یې ښه پېژندلی او د هغه احکام یې پر ځای کړي...

تر ځنډه د دواړو په منځ کې چوپتیا خوره وه. پشۍ، سپي ته وکتل، پروت و، سر یې د پښو په منځ کې ایښی و، له سترګو یې څاڅکی څاڅکی اوښکې روانې وې... پرې غږ یې کړ:

ـ اوس د پرېکړه وکړه؟

سپي په ژړوغوندي غږ زیاته کړه:

ـ ما وبښه، ډېر تیرۍ مې درسره وکړ!

ـ بښلی مې یې، راځه چې ځو، زما بچي یوازې دي.

سپی ولاړ شو، ویې ویل:
ـ نه زه به هېڅ وخت بیا افغانستان لاړ نه شم!

د پشۍ په شونډو مسکا خوره شوه، ورته یې کړل:

ـ ښا د خدای پامان، چې زخمي بچی مې جوړ شي، زه هم راځم...

سپي تر هغه وخته پسې کتل، مګر د لوړ غره له څوکې پناه شوه...
پای