عطا او قانوني ټوټه شوی جمعيت سره ګنډي 

د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهره شاه په واکمنۍ کې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ يو شمېر استادانو چې ځينو يې مصر کې زده کړې  وې د افغانستان د مسلمانانو ځوانانو خوځښت (نهضت جوانان مسلمان) په ۱۳۴۸ل کال کې جوړ کړ. د دغه خوځښت ډېری غړو يې مصر کې د اسلامي وروروالۍ يا اخوان مسلمين له سياسي ايډيالوژۍ اغېزمن وو. 

د محمد ظاهر شاه له حکومت وروسته چې د سردار محمد داود خان په کودتا سره د افغانستان د حکومت ډول ولسواکۍ شوه، نو د دغه خوځښت يوه برخه د جمعيت په نوم دې جدا کېدو هڅې شروع کړې وې چې مشري يې غلام محمد نیازی کوله او وروسته يې په ۱۳۵۱ کال مشري برهان الدين رباني ته وسپارله. 

جمعيت ګوند د سردار محمد داود خان په حکومت کې هم سرخوږي جوړول او بيا د غوايي له 
  اوومې کودتا وروسته  يې خپل پوځي او نظامي فعاليت پيل کړ. دغه ګوند د شوري ملاتړي افغان حکومتونو پر وړاندې جګړه کې برخه درلوده او د نورو جهادي ګوندونو په ډول د امريکا، پاکستان او سعودي عربستان  ملاتړ ور سره وو. 

جمعيت ګوند افغانستان ته د مجاهيدنو په راتګ سره واک ته ورسېد او برهان الدين رباني د خونړيو کورنيو جګړو سره - سره نېږدې پنځه کاله په واک کېناست. د طالبانو واکمنۍ کې دغه ګوند د تخار او پنجشير په  کليو کې مېشت شو او د امريکا په ملاتړ د حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره کې يې واک، ځواک، اغېز او نفوذ پيدا کړ او له تېرو دوه لسيزو د افغانستان په سياسي مسايلو کې ښکېل دی. 

د برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته، د جميعت ګوند مشري، د ده زوی صلاح الدين رباني په غاړه واخېسته. جميعت ګوند اکثريت تاجکان غړي او مشران لري. ډاکټر عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، تورن محمد اسماعيل خان، احمد ضيا مسعود، محمد يونس قانونی، حفيظ منصور، بسم الله محمدی او نور يې مشران غړي دي. 

د حامد کرزي له واکمنۍ بيا تر نن ورځې دغه ګوند په واک کې د شرېکېدو په پار سياسي معاملې کوي او تر يوه بريده په کې بریالی هم دی. په خپله د جميعت ګوند اوسني مشر صلاح الدين رباني هم په دې اعتراف کړی دی، چې د ګوند مشران د ګوند د کړنلارې پر ځای تر ډېره خپلو شخصيو ګټو او موخو پر اساس پرېکړې کوي.

 ولسمشريزو ټاکنو ته عبدالله عبدالله هر ځلې د دغه ګوند نوماند وي، خو يو ځل د عبدالله عبدالله د نوماندۍ ترڅنګ احمد ضيا مسعود د حامد کرزي ټاکنيز ټېکېټ ته لاړ او لومړی مرستيال شو، بل ځلې بيا هم ډاکټر عبدالله عبدالله د جميعت ګوند نوماند وو، خو محمد قسيم فهيم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټاکنيز ټېکټ کې لومړی مرستيال شو. 

په ۲۰۱۴ کال کې چې ولسمشر غني نوماند شو، چې د جميعت ګوند د يو شمېر نورو غړو ترڅنګ، احمد ضيا مسعود د محمد اشرف غني په ټاکنيز ټيم کې وو چې په حکومت کې يې د ښه حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده درلوده. د تېر ځل په ولسمشريزو ټاکنو کې امرالله صالح د ولسمشر غني لومړی مرستيال او  عطا محمد نور يې د ټاکنيز ټېکټ غړی وو. 

د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ دا ځلې د سياسي هوکړې پر مهال يو ځل بيا د جمعيت ګوند ترمنځ درز پيدا شو. صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود د سياسي هوکړې خلاف او په دې يې ټېنګار کولو چې د لومړي وزير څوکي بايد رامنځ ته شي. د ګوند نوماند عبدالله عبدالله او يو شمېر نور مخکښ غړي په دې راضي وو، چې د ولسمشر غني په مشرۍ د نوي حکومت برخه جوړ شي. 

اوس يو ځل بيا د محمد يونس قانوني او جنرال عطا محمد نور په هڅو د جميعت ګوند مشرانو د يوځای کېدو او نېږدې کېدو چارې روانې دي. د ټاکنو پر مهال دوه نيوکه کوونکي مخالفين؛ عبدالله عبدالله او عطا محمد نور څو ځلې سره لېدلې؛ د جميعت ګوند د يووالي او د سولې په خبرو کې د دغه ګوند د فعالې برخه په اړه يې خبرې کړې دي. 

همدا ډول عطا محمد نور د ګوند د سرپرست صلاح الدين رباني سره لېدل کيږي. اوس مهال دا هڅې روانې دي چې د جمعيت ګوند په حکومت کې تر يو بريده ځان شريک کړی دی او که چېرې د سولې په بهير کې هم له يو ترېبيون ګد غږ پورته کړي، نو ډېره ګټه کولی شي. 

خو په دې شلو کالونو کې جميعت ګوند کې له ټاکنو وړاندې ځان - ځان ته کېدل او په بيلا بيلو ټاکنيزو ټېمونو کې برخه اخېستل او بيا له ټاکنو وروسته سره يوځای کېدل، معمول چاره او پالېسي ده.