کابل والي: ۱۴۷ مېلېونه افغانيو مو د ځېنو بې وسه کورنيو د برېښنا او اوبو د بېل پيسې پرې کړې 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، کابل والي محمد يعقوب حيدري وايي چې د کرونا ويروس لپاره د ځانګړي شوي پيسو ۱۴۷ مېلېونه افغانۍ د هغه بې وسه کورنيو د برېښنا او اوبو پيسې پرې کړې، چې د ګرځبنديز پر مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي وو. 

نوموړي تېره ورځ کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي دي، چې ۱۵ مېلېونه افغانۍ يې له بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته هم کړې ده. 

د کرونا ويروس سره د مبارزې کميټي ویلي چې سل زره کورنيو سره خوراکي توکو مرسته شوي او ۱۰۸ مېلېونه افغانۍ د بهرنيو مرستو څخه په غريبو کورنيو نغدې وېشل شوې دي. 

خو بيا د قرنطين پر مهال د څلور نيم کليو غنمو وېش او د کرونا لپاره ځانګړي شوي پيسو کې فساد هغه څه دي، چې هېوادوال پرې نيوکه لري.