زموږ ژوند ډیر محدود دی، زیاترین اتیا یا نوي کاله وي، چې له هغې ورسته ژوند بیا پر ژوند هم نه حسابیږي. که د خپل ژوند په تړاو ژور فکر وکړو پوهیږو، چې زموږ تر اوه کلنۍ پورې ژوند په کوچنیوالي او له ژوند څخه په نه خبرۍ کې تیریږي. د ژوند نیمایي یا له هغې څخه زیاته برخه مو په خوب کولو کې تیریږي. ډیری نوره برخه یې د ژوند پر مختلفو کارونو او منډو ترو کې له لاسه ورکوو، نو که دقیقه محاسبه وکړو زموږ یقیني ژوند پنځلس یا شل کاله دی.
ډیر خلک شته چې دا کم ژوند هم په بغض، کینه، خسد، د اسلام خلاف کارونو او نفرتونو کې تیروي. الله تعالی ج فرمایي، چې ژباړه یې داسې ده، ما انسان ندی پیدا کړی، مګر د خپل عبادت او بندګی لپارت مې پیدا کړی دی. پس، د ژوند ټوله معنی او مفهوم په همدې نقطو کې رانغښتی دی. موږ نن ورځ خپله ریښتیني لاره ورکه کړي او په غلطه لار روان یو، چې ژوند مو له بېشمیره پریشانیو، غمونو، دردونو او مشکلاتو ډک او هیڅ خوند ترې نه شو اخیستلی. د ژوند ریښتینی او حقیقي خوند په اسلام ریښتینی دین عمل کول او د الله ج او د هغې د رسول صلی الله علیه وسلم د احکاماتو لاندې د زندګی تیرولو کې دی.
که د اسلام د مبین دین ټول احکامات مطالعه کړو پوه به شو، چې څومره د انسانانو په خیر او ګټه یو دین دی. بل ځای الله تعالی ج فرمایي، چې ژباړه یې داسې ده، چې انسان سراسر په نقصان کې دی، مګر هغه انسان په تاوان کې ندی، چې ایمان یې راوړی، نیک عملونه یې کړي او په حق ویلو او صبر کولو سره یې وصیت کړی دی. د اسلامي احکاماتو په عملي کولو سره مو ژوند له خوښیو، خوشالیو او نیکمرغیو څخه ډکیږي او پریشانی او خفګانونه ټول له منځه ځي. دا چې مسلمانانو د هواهشاتو د پوره کولو په موخه غیر اسلامي او شیطانې لاره نیولي او په نورو لارو مزل کوي، نو ځکه خو تل د پریشانیو او مختلفو ذهني او روحي امراضو سره مخ دی. ځینې خلکو هرڅه تجربه کړل عیش عشرت کې تر اخیري حده ورسیدل، د پریمانه پیسې او مادیات یې ترلاسه کړل، جنتي کورونه، ودانۍ او بنګلې یېجوړې کړې، بېشمیره موټرونه او نور یې لاسته راوړل، خو لا هم د ژوند له کمرنګی او سختیو سخت کړیږي او له ډیپریشن یا ژور خفګان، سټریس او فشار سره مخ دي.
پس معلومیږي چې له خوندونو او ګټو ډک ژوند په بل هیڅ شي کې نشته او یوازې د اسلام په مبین او سپیڅلي دین کې دی.
خو دا بیا په دې معنی هم نده، چې دنیوي ژوند ترک کړو او یوازې د دین لپاره شپه او ورځ یوه کړو. په حقیقت کې د دنیوي ژوند ټول اصول هم په اسلام کې شته، اسلام د اوسط دین دی او باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپل ټول دنیوي او دیني ژوند عیار کړو.
څه ډول چې پورته ذکر شول د انسانانو مسؤلیتونه یوازې په محدودو عباداتو پورې نه دي تړلي بلکې نورو ته خیر رسول او په نیکی سره ورته وصیت کول هم د هر مسلمان وجیبه ده. اسلام د اوسط دين دی کوم چې د افراط او تفریط ترمنځ سرحد ګڼل کیدلی شي.
موږ ټول که سر له همدا لحظې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ژوند پیل کړو، ددې دنیا او اخرت ژوند به مو له خوښیو او ګټو ډکې وي.
وروستي