د چاپیریال ساتنې پر وړاندې زموږ مسؤلیت

د ژوند کولو محیط یا هر هغه څه چې موږ یې اخاطه کړي یو د چاپیریال څخه عبارت دی. چاپیریال د انسانانو د خلق کیدو سره سم رامنځته شوی دی، چې له مختلفو بدلونونو اومرحلو څخه تیر شوی دی. د چاپیریال د بدلون یو ستر عامل انسان دی، چې پرې مستقیمې او یا غیر مستقیمې اغېزې او تاثیرات لري. انسانان څه ډول چې د چاپیریال له ازادې هوا، بېشمېره او پراخو منابعو، خاورې، اوبو او نورو مواردو څخه ګټه اخلي. د ساتنې په تړاو یې هم باید بې تفاوته پاتې نشي، بلکې تر خپله وسه یې پر وړاندې د ساتنې او پاکوالي هڅې وکړي. د ټکنالوجۍ او تولید په برخه کې د چاپیریال نه زیانمنونکو وسایلو او خامو توکو کارول، په مناسبه او عادلانه توګه د اړینو نه نوي کیدونکو منابعو استعمال او نورو خلکو ته د چاپیریال ساتنې په مورد عامه پوهاوی هغه لارې چارې دي چې هر انسان یې د چاپیریال پر وړاندې لري. په دې لیکنه کې د چاپیریال ساتنې اړوند ذکر شویو نقطو ته تشریح ورکړل شوي ده. 

د یوویشتمې پیړۍ یو له لویو ګواښونو څخه چې ټولې نړۍ ته متوجه دی د چاپیریال ککړتیا ده. ددغې ککړتیا علت د مضرو او خرابو غازاتو تولید او د چټلیو او محیط ته د زیان رسونکو کیمیاوي او ټکنالوجیکي موادو استعمال ګڼل کیږي. فابریکو، ترانسپورټي وسایلو او تولیدي کارخانو د ضرر رسوونکو خامو موادو د استعمال پواسطه چاپیریال ته تر بل هر څه زیات زیان رسولی دی. په دې سره د اوزون طبقې ته چې د ځمکې څخه د لمر مضرې وړانګې دفع کوي حیرانوونکی زیان رسیدلی، چې د ځمکې ژوندیو موجوداتو لپارت یو لوی خطر بلل کیږي. د فابریکو، کارخانو او نورو تولیدونکو سرچینو پواسطه د چاپیریال سره دوستانه خامو موادو او نورو ګټورو بدیلو لارو استعمال چاپیریال او انسانان له دغو خطرونو او ستونزو ژغورلی شي. مالکان یې باید د تجارت او اقتصادي ګټې ترڅنګ د چاپیریال ساتنې، خپل ځان او نورو ژوندیو موجوداتو د ښه ژوند کولو فکر هم له ځان سره ولري. دا د هر فرد مسؤلیت دی تر څو د چاپیریال په ساتنه کې چې په هره کچه وي د خپل توان تر حده کار ترسره کړي. همداشان، د انرژۍ د بیا نوي کیدونکو سرچینو څخه استفاده که له یوې خوا د چاپیریال له پاک ساتلو سره مرسته کوي له بلې خوا د انرژۍ د منابعو په ساتنه کې هم زیاته مرسته کولی شي. نوي کیدونکي سرچینې صافه او پیاوړي انرژي تولیدوي، چې مؤثریت او ګټه یې له بلې هرې سرچینې زیاته ده.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې بله مهمه موضوع، د نه نوي کیدونکو سرچینو مناسب او عادلانه استعمال دی. که نوي کیدونکو سرچینو شتون نه درلود او یا هم د نه نوي کیدونکو سرچینو پرته کار ناشونی وو، نو باید په انصاف سره او داسې استعمال شي، چې د موجوده او راتلونکو نسلونو حق ونه خوړل شي. د ژوند په چاپیریال کې موجوده او راتلونکی نسل حق لري، چې باید د هیڅ یو حق ضایع نه شي. کله چې د چاپیریال هر مورد استعمالوو باید یوازې د ځان نه بلکې د نورو انسانانو پر اړوند هم فکر او سوچ ولرو، تر څو مو ژوند د تعادل او انصاف له مخې پر مخ وړی وي، نه دا چې د یو بل پر حق تیرۍ وکړو او بې عدالتي رامنځته شي.

همدا ډول، د چاپیریال پر وړاندې د هر چا مسؤلیت دا هم دی چې نورو خلکو ته د چاپیریال ساتلو پوهاوی او لارښونه ورکړي. دا مسؤلیت نه یوازې دولت او د چاپیریال ساتنې مسؤلینو ته راجع کیږې، بلکې هر انسان باید نورو ته تر خپل وس او پوهې د چاپیریال ساتنې اړوند معلومات او پوهه ورکړي. هر څوک باید د چاپیریال  ساتنې پر ارزښت، څرنګوالي، پاک ساتلو او نورو موضوعاتو یو بل ته معلومات ورکړي. کله چې د ټولنې هر وګړۍ د چاپیریال ساتنې حس په ځان کې وروزي او په ساتنه کې یې برخه واخلي، نو د چاپیریال اړوند ستونزې به په زیاته کچه راکمې او له منځه ولاړې شي. له دې سره په څنګ کې دولت او مسؤلې ادارې باید د مختلفو لارو خلکو ته د چاپیریال ساتنې اړوند عامه پوهاوی ورکړي او د ستونزو رامنځته کیدو یې خبر کړي.

په نتیجه کې ویلی شو، چې هر څوک چې په چاپیریال کې ژوند کوي د ساتنې پر وړاندې یې یو شمیر مسؤلیتونه هم لري. د کارخانو، فابریکو، نقلیه وسایطو او نورو تولیدي شرکتونو پواسطه د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د مؤثرو او اغیزمنو سرچینو او خامو توکو په کار اچول، ترڅو ګټوره انرژي تولید شي. د انرژۍ د سرچینو په استعمال کې د موجوده او راتلونکو نسلونو په نظر کې نیول. کله چې د انرژی نه نوي کیدونکې منابع کاروو باید په دې کې د راتلونکي نسل حق تلف او ضایع نه شي. د چاپیریال ساتنې په مورد د نورو خلکو پوهاوی او لارښوونه کول هم د هر انسان مسؤلیت او دنده ده. هیله ده، د ټولنې او هیوادونو ټول وګړي د چاپیریال ساتنې پر اړوند خپل مسؤلیتونه ادآ او یو صاف او پاک چاپیریال رامنځته شي.