د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وېډيو کنفرانس له لارې د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي، "په دغه غونډه کې د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمدضیا سراج، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت ترڅنګ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ د څرنګوالي په اړه معلومات شریک کړل.

د هیواد جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ او ټپیانو ته د درملنې په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې او لا زیاته پاملرنه وکړي.

د ملي امنیت شورا غونډې پر دې هم ټینګار وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د هیواد کانونو ته د متوجه تهدیدونو د دفعه کولو لپاره واحده او منسجمه پالیسي او امنیتي برنامې ولري او همداراز دې د کانونو د خوندیتوب لپاره د واضح پالیسۍ له مخې له خلکو او ولسونو سره له نږدې کار وکړي.

همدا راز په دې غونډه کې د هیوادوالو د لا ښه امنیت د تامین او خوندیتوب په موخه د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې."