ولسمشر غني: هر چا چې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې غفلت او فساد کړی، قانوني چلند به ورسره وشي

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی دی، هر چا چې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې غفلت او فساد کړی وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او اداري پلاوي سره په ارګ کې د لېدنې پر مهال کړې دي. 

نوموړي همدا ډول ويلي چې د کرونا وبا په لومړیو ورځو کې د اوازو له امله د خوراکي توکو نرخونه څو برابره لوړ شول، مګر دا مهال د خوراکي توکو هېڅ کمبود نشته او د دې لپاره د منځنۍ اسیا هیوادونو د همکارۍ ځانګړې مننه کوو. هغه زیاته کړه، تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونه او هوایي دهلېزونه زموږ د صادراتو او مېوو پرمخ پرانیستل شوي. 

نننۍ لېدنه کې د مشرانو جرګې رئیس کرونا وبا سره د مبارزې او له هغه امله د رامنځته شویو منفي اقتصادي او اجتماعي اغېزو د مخنیوي په برخه کې د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې په ټینګار سره وویل چې مشرانو جرګه د نظام، ملي ګټو او د حکومت د ملي پالیسیو او برنامو ټینګه ملاتړې ده.