د حمزه قاتل  ( ۳ برخه )

ژباړن : حميدالله محمد شاه
ـ ۳ ـ
مکې اویثرب ته ورڅیرمه د(احد) غره ترمنځ لار له کږلیچونو، لوړو ژورو څخه ډکه ده،شپه ورځ شي ، او ورځ شپه، دکسات له پاره راوتی لښکر چې مشري یې ابوسفیان کوي لاپسې هڅوي ،پر ګرد وهلي چتر یې سرو شیطاني هیلو خپل وزر غوړولی، دقریشو مشران صفونه برابروي ، کله چې د دمې له پاره چیرته تم شي خبرې پیل شي ، اوښان حلال شي ، جامونه ډکیږي اوتشیږي خو زړونه له یوې ناڅرګندې ویرې څخه ریږدي او یوه پیچلی نا ارامتیارامنځ ته کوي .... وحشي د ډلې په منځ کې ولاړ دی هر څه اوري او څاري هر لورته د کینې ډکې سترګې اړوي را اړوي ، دحمزه بڼې یې خیال نیولی ... پر نیزه یې ګوتې ووهلي .... اوبخته جکړه به کله پیلیږي ؟؟وحشي تلوار لري هغه غواړي چې په خپل ژوند کې تر ټولو نیمکرغه ورځ وویني ... هغه ورځ چې دی ازاد وي ...
دابوسفیان ښځه هند وایي : ( ای دعربو سرخیلانو.... دا یو لنډ غوندې چکر دي ... اودمحمد کار به پای ته ورسیږي .... زړونه به یخ شي، دکسات اورونه به ویده شي.)
ابوسفیان دسر په خوځولو ورته وویل: (هند د کسات اور به هیڅکله مړ نه شي .. ایا ته ګومان کوې چې دمحمد اویا حمزه وژنه به د دوستانو له مرګ څخه راپیداشوي درد او خفګان له منځه یوسي؟؟ هند دا چوره ناشونې ده چې داسې وشي ... که سپینه یې درته ووایم موږ خویوازې له خپل عزت او برم ځیني دفاع کوو . او سرکښ پسې اخلو، خوپرحنظله زوی دې خفګان دپلار او ورور غم دې پر دوستانو دې زړخوږ داټول به تلپاتی وی ... هند ورته په نه زړه وویل:
ـ ( ته خو هر کار ته په سپکه ګورې... په خدای که دحمزه وینه توی شوه او محمد ووژل شو زما په زړه کې به یوه ذره غم هم پاتې نه شي .... مرګ خو کښل شوی، که څوک پر توره ونه وژل شي پربل څه به ووژل شي ... کسات به له دوستانو له مرګ څخه عادې هغه وګرځوي .... سړیه سردې خلاص شو؟؟)
دابوجهل زوی عکرمه وویل: موږ اوس یوازې دغچ په اړه سوچ کوو غچ ... کله چې هغه څه را په زړه کړم چې دبدر په غمېزه کې مې له پلار سره وشول دکینې تاو مې پسې واخلي .... کله چې هغه شیبه را په زړه کړم چې یوه سپک سړی په خپل مردار قدم دمکې دېوه ټولمنلي سپیڅلی بدن وهلي .... نږدې ده چې له خجالته ویلي شم .... څومره شرم دی !! )
هریو لګیا دې دخپل غچ په اړه غږیږي ، وحشي دا هرڅه په ډیره بیباکۍ او نه زړه اوري ، له خپل ځان سره پر خبرو بوخت دی ( ای بدمرغو کوڅه ډبو، تاسې ټول خپل حماقت او غرور وژلي یاست ... دبادارانو بدنونه او د ړندو مریانو زړونه ... که چیرې خلک دعقل او احساس له مخې تلل کیدل زه به اوس ستاسې د ټولو بادار وم... ابوجهل، عتبه ، شیبه اونور د جمود بې لارتوب او حماقت بدبویه ډیرانونه دي... لعنت دې وي پردوی ... اوتاسو ).
دوحشي سوچ ډیر لیرې ولاړ... په مکه کې د سردارانو له کورونو ځینې په یوه کې ورته خپله پیغله ورپه زړه شوله :
ـ ( اه ای ګرانې... ډیر زر به درستون شم له خپلو اوږو به مې د مریتوب غمونه او خیري څنډلي وي ... هغه مریې چې خپل ځان په خپل مټ د نورو له مرستې پرته ازاد کاندې، په رښتیا چې دا بادار دی ... او دده ازادي به په نړۍ کې تر ټولو ګرانبیه هغه وي ... هغه مهال به زه ټولو خلکو ته په سپکه ګورم ... هغه باداران به سپکوم چې زما لویې بابیزه ګڼله زما انسانیت ته یې په سپکه کتل او زما بدن یې پر متروکو وریت کړي... اوهغه نا پوهه مریان به هم سپکوم چې دوی څرنګه پرذلت او سپکاوي صبر کوي ، د زور زیاتي څخه کار نه اخلي تر څو د ظالمانو له لاسو خپله ازادي تر لاسه کړي... ای پیغلې زه به دېوه بادار په بڼه درستون شم ټولو به دهمده لورته سترګې نیولی وی)
وحشي له شاڅخه اواز واوریده چې ورته ویل یې:
ـ ( وحشي .... ازادي ... مال .... تلپاتې درناوی ... شهرت چې اوازې به یې تر لرې ورسیږي دا له یاده مه وباسه ... هند پرځان قسم نه اړوي او نه خپله وعده ماتوي... وحشي داښه په یاد ولره)
وحشي ورته خپلی حیرانی او کږې سترګې ورواړولی او ورته یې وویل:
ـ ( هند نږدې ده چې له تندې مړشم .... )
ـ ( اوبه خو پریمانه دي ... )
ـ ( اوبه مې تنده نه شی ماتولی... پردوو شیانو مې تنده خړوبیږی وینه او شراب .... هند نن شراب اوسبا ته وینه... )
شونډې یې له ناوړه مو سکا سره بیرته شوې او ورته یې وویل:
ـ ( ستا له خبرو زه څومره خوند اخلم .....)
هغه یې پریښود، څو شېبې وروسته ورته بیا راغله، اویوې وینځې له شرابو ځینی لوښی را ډک کړی و هغه یې له وینځې واخیست او وحشي ته یې ونیو، ورته یې وویل:
ـ ( وحشي ! که چیرې زموږ د لښکر سړي ټول ستا په څیر وای نوهیله مې پوره کیدله، زړه به مې یخ و غمونو به نه زبیښه .. زه د سړیو وړتیاوې ډیرې ښې پیژنم ..)
وحشي په ډیره لېوالتیا مخ ورواړوه او زیاته یې کړه:
ـ ( هند، ستا پروړاندې زه څه ارزښت لرم ؟؟ )
ـ ( که چیری د نسب او اصل خبره زما په واک کې وای، نو د قریشو له سردارانو ځینې به مې یو ګرځولی ... )
ـ ( ایا ته وا زه به د دومره ویاړ وړ یم ؟؟)
ـ ( وحشي له دې هم زیات ... )
ـ ( له کله راهیسې په دې نظر یې ؟؟)
ـ ( له ډیرپخوا.. مابه ستا د سرکښۍ خبرې اوریدې، د بادار پر وړاندې به ودریدې ، ډول ډول کړاونه به دې زغمل ، ستا د اتلولۍ په اړه مې هم ډیر څه اوریدلي ، نو له ځان سره به مې ویل دا سړی ددې له پاره پیدا شوي چې له سردارانو ځینې یو وي نه مریې.. خو تا دخپلې وړتیا د څرګندونو له پاره مناسبه زمېنه نه وه مېندلې... )
هند یوه شېبه چوپ شوله او بیا یې ورزیاته کړله :
( وحشي اوس خو وخت رارسیدلی.. که تا چېرې حمزه وواژه هغه مقام به ترلاسه کړي چې له تا وړاندې هیڅوک نه دی وررسیدلي .. د اسلام له ستنو ځینې به یوه پیاوړي ستن راونړوې... حمزه خپله یو لښکر دی... وحشي حمزه خو دوستان راته وژلي اتلان یې کسکر کړي ... وحشي حمزه د محمد کاکا دی زړه او روح ته یې ډیر ورنږدې دی... )
وحشي د هند خبرو ته وغوړیده ، پر غوږو یې دهند خبرې ډیرې ښې ولګیدې رسا یې زړه ته ننوتي ، نږدې و چې اروا یې راوپاروي ، وحشي ورته مخامخ ولاړ دې ـ د شرابو پیاله یې په لاس کې ده ـ له خوشالۍ هرلورته اوړي را اوړي ... په ژوند کې یې د خوښۍشېبې همدغه شپې دي چې دا ورکې د خپلې اتلولۍ او شخصیت ستاینه اوري ، دا له ډیر پخوا ځینې ورک ... سرګردانه ... سپک و خو نن د لوړ ارزښت څښتن
وګرځید ... د هند خبرې یې پر غوږو د کاهنانو تر نغمو هم خوږې لګیدې، وحشي له دې زیات نور څه غواړي ؟ ایا پیغله به یې رانه شي چې هغه څه واوري چې هند یې وايي ؟
هند خپل کار پسې روانه شوه ، وحشي یوې ډډې ته کیناست او د شرابو پر څښلو یې برید وکړ... څومره غمونه دي ! دا اوس هم له باداره پټ یوازې شراب څښي ، ولې عکرمه ، ابوسفیان ، جبیر نه راځي چې له ده سره په شریکه شراب وڅښي ؟ اه ... اوس هم مريي دی ... د خوالې او مرکې له پاره هیڅوک نه شته ... ټول عمر به یوازې شراب څښي ... یو څو سړي یې په خیال کې راوګرځیدل چې دا ورسره بنډار کوي هغوی
له ده او دی له هغو سره خبرې کوي ، پر څه یې اختلاف پیدا شي ، غصه یې راوپاریږي د شرابو نشه یې سرته پورته شي ، بیا یې چیغې پورته شي هر لورته او ځای ته سوکان ورکوي چیغې وهي ، ګواښونه کوي ننګونې کوي ، دغه مهال یې بادار راشي او وګوري چې دې خو پر وهمې جګړي بوخت دی.
- ( وحشي ... او لیونیه ته څه کوي؟) ورته ووایې :
(زه دغه سرکښو ته لار ښایم ... دوی پر ما ملنډې وهي ... بادار یې ورته ووايي : وحشي زه خو هیڅوک هم نه ګورم ... ) وحشي ورته ووايي : زه خو یې ګورم ... دوی زما ځینې تښتي ډاریږي هسې نه چې ويې نه نیسم ) وحشي یوې درنې کمچینې سره چې ملا او مخ یې ورته وسوځاوه رابیدار شو... څومره ناخوالې مې ولیدې ... هغه د دوهم ځل له پاره پر شرابو پیل وکړ... تر اوسه یوازې دي ... نه یې نیزه ورسره ده همدغه نیزه ورته د ټولې مکې له سردارانو ځینې غوره ده ... دانه ګډې وډې وايي نه پرې ملنډې وهي او نه ورځینې تښتي ، تر اوسه یې هیڅ په سپکه ورته نه دې کتلي ... دغې نیزې هیڅ دوکه ورسره نه ده کړي ... هرکله چې یې توغولې نښه یې نه ده خطا کړې ، او موخه یې تر لاسه کړي ، ځینې وخت وحشي له ځینو څیزونو سره نا اشنا او کلکه مېنه پالي ... دا خو بې ساه ده ... خو دا ورسره ډیره مېنه لري او ورځینې ډاډه دی .. دغه نیزه له زرو جبیرانو ځینې ورته غوره ده ... او د زرو هند نومو ښځو څخه هم .... ټول دوکه کوي ، خیانت کوي ، ملنډې وهي خو نیزه یې داسې نه ده ... همدغه معدني راتاوه شوې ټوټه به ازادي ورته واخلي .... دایې نو ژوند اوشتون دی ... وحشي د خپلې نیزې په اړه سوچ کوي او د شرابو پرله پسې ډکې پیالې ګیډې ته ورغورځوي ...
مخ یې تک سور شو، سر پرې ګرځي او سترګې یې د اور بڅري شیندي ، پر خپل ځای نیغ ودرید او له لېونتوبه یې چیغې پورته شوي : ( ای د مکې سرخیلانو یو یو رامېدان ته شئ ... زه ستاسي د ټولو د وژلو توان لرم ) دناستو خلکو د خندا او ملنډو ځوږ پورته شو :
جبیر وویل :
- ( دا بیهوښه دي خپل سر او پښې سره نه پیژني )
- ( پریږدﺉ چې لګیا وي ... راځئ چې خپل ساعت تیر کړو ... )
- ( نیزه یې له لاسه واخلئ دا نه پوهیږي چې څه وايي او څه کوي ... زه یې پیژنم ... )
جبیر نیغ ودرید ، د وحشي لورته یې جوت ګامونه واخستل او سترګې یې ورته برګې کړي ، په لوړ غږ یې ورته وویل :
- ( نیزه دې راکړ ه ... )
وحشي پر نیزې کلک ونښت او په ډار یې وویل :
- ( نا شوني ده دا زما ژوند دی ... )
- ( او لیونیه .... نیزه راکړه او کنه سر دې له تن څخه جلا کوم وحشي ولړزید ، اوښکې یې له سترګو څخه وبهیدي او ورته یې وویل :
- ( زه نه شم کولای ... زه نه شم کولای دا زما نیزه ده .... )
بادار یې نور هم ورنږدې شو په امرانه لهجه یې ورته وویل :
- ( نیزه راکړه .... )
- ( خو زه پرې حمزه وژنم … د ونې تر شا به پټ شم او څارم به یې … پریږدم یی چې پر هر لور برید او یرغل وکړي … د بریښنا په څیر به یې کولمو ته ورواستوم … دغه مهال به هر څه پای ته ورسیږي جبیر ناستو ځوانانو ته سترګه ووهله ، هغوي وحشي له شا راونیوه لاسونه یې ور وتړل او نیزه یې ورځېني واخیستله … او له دې سره ټولو ښه په کړس کړس وخندل ، وحشي یې ټیل واهه او پړمخي پر ځمکه راپریوته او په لوړ اواز یې چیغې پیل کړي :
- ( تاسې مې ژوند راځنې اخلئ ، زه یې د بیلتون توان په ځان کې نه ګورم ... دا تل زما مخلصه ملګرې پاتې شوي ، له مور او پلاره راباندې ډیره مهربانه ده ... د خداي له پاره بېرته یې راکړﺉ ، ما دې ته یو شعر ویلی چې تر اوسه مې هیچا ته هم نه دی اورولی .... )
د شور او ځوږ او د خندا په منځ کې ، هند له کوم لوري را پیدا شوله ، چیغه یې کړه :
- ( دا تاسې څه کوئ ؟ ټول په ګډووډو او شیطانت لګیا یاست ، تورې مو په ملاوستنی پورې ځړیږي ... له وحشي سره مو څه کار دي ) بیا جبیر ته ور وړاندې شوه ، او د وحشي نیزه یې ورځینې را واخیستله ، او پر شګو پروت ژړغوني مريې ته ورغلله او په تصعني زړه خوږ یې ورته وویل :
- ( وحشي دا دې نیزه ... مه خفه کیږه ... )
په لېوالتیا یې را واخېسته ، په مینه یې لاس پرې راکش کړ ، بیا یې ورځینې ښه توده مچکه واخیستله او له ځان سره یې وویل :
- ( ای ګرانې ... دوی غواړي چې زما او ستا تر منځ بیلتون راولي ، په خداي قسم چې ستا بیلتون د مور او پلار له بیلتون ځینې راته سخت پریوځي، ټول یو ځل بیا خندا پسې واخستل ، یوه یې د ملنډو په بڼه وویل
- ( وحشي پریږدئ چې لګیا وي ... د راز او نیاز نړۍ یې مه ورخرابوئ ... هغه د مېنې له سخت کړکیچ ځینې سر ټکوي ... څو ساعته وروسته به خپله را بیدار شي ... )
بیا وحشي ته ورټیټ شو ورته یې وویل :
- ( ستا نیزه لا تر اوسه هم سپیڅلي ده ... )
وحشي له اوښکو ډکې سترګې ور واړولي او په غصه یې ورته وویل :
- ( دا عزتمنده ، سپیڅلي ده ... هیڅ ګناه یې نه ده کړي ... )
ټولو پرې وخندل ، یوه یې وویل :
- ( له دې سره خو زه پخوانۍ اړیکې لرم ... )
وحشي له ډیره قهره چیغه کړه :
- ( درواغ دې وویل ، دا زما پرته بل هیڅوک نه پیژني ... )
هغوي ښه شېبه وروسته له خپلو ملنډو او ټوکو لاس واخیست ... ماښام شو ، وحشي لا تر اوسه پر شګو پروت و ، له نیزې ځینې یې خپلې غښتلي مټې را تاوې کړي وې ، ته وا چې هغه پرې ډاریده هسې نه چې د شپې هوا ورونه رسیږي ، سر یې سخت درد کاوه ، خو سوکه سوکه را بیداریده ... د حلالو شوو اوښانو اومېږو بوی سپږمو ته رسیده ، وحشي سخت وږی شوی و، خپلې سترګې یې وموښلي ، ښي او کیڼ لورته یې وکتل ، په دې هڅه کې شو چې په تکه توره تیاره کې د خپل ځای پته ولګوي ، همدغې تیارې یې ساه دومره تنګه کړې وه لکه په سینه یې چې غټ کاڼي پروت وي .
نور بيا