دحمزه قاتل ( ۲ برخه )

ژباړن : حميدالله محمد شاه
۲ –
خلک راته د درناوي په سترګه ګوري ، هر چیری چې ځم مسکا مې هرکلی کوی دستاینی او هڅونې خبرې مې پرغوږو دېوې خوږې نغمې په څیر لګیږي ، ټول لګیا دي وایي: ( وحشي راغی... وحشي لاړ..... وحشي وخوړل ...وحشي ویده شو... ) نوم مې دکور په ټولو کونجو کې انګازې کوي ، بادارمې (جبیر) په ویاړ راته غږ کوی، باداره مې په خپلو پستو شونډو په ډیره مېنه زما نوم یادوي ، کوچنیان مې پرغښتلي مټ لاس راکاږي ، ټول راته له حیرانتیا ګوته په غاښ دي ، اوس یو سپک ذلیله مریې د درناوي اوناز وړ وګرځید... ای لعنتي کوڅه ډبو زه درته په سپکه ګورم، ستاسې پرناوړه ارزښتونو لاړې توکوم ، ستاسې پر ځانښودنی ملنډی وهم، کینې مو پر خټوککړې دي ... زما ساده پیغله په ډیر شوق راته ګوري، دنااشنا مېنې اودزیاتې لېوالتیا کاته یې پیل کړي اوله ځان سره لګیا ده: ( ای وحشي تاخو په دغه کور کې هغه ځای تر لاسه کړی چې له بادار پرته یې بل څوک خوب هم نه ګوري.. څه پېښ شول ؟؟ زه خوپرهیڅ هم نه پوهیږم) زه له دغه کړنو نااشنا خوند اخلم او ټول پام مې همدې لورته اړوم او په اړه یې ملنډو ته ورته خوښې څرګندوم ها... ها... ها... اې باداره زه دې په چوپړکې یم زما جنګی مهارت اوهنر ... دبدن او اعصابو ځواک، ستا په ښي لاس کې دي ... غواړم ټولو ته دا په زبات ورسوم ، چې زه کولای شم په ځینو کارو کې پر ځواکمنو بادارانو هم لاسبری شم ...هلته یوشمېر کارونه شته چې له ماپرته یې نور په سمه توګه نه شي ترسره کولی ... هو له ماپرته ... زه سپک او ذلیله مریې ... بادار مې له مانه په یو سپیڅلي کار کې مرسته غواړي ... چې زه باید دده کسات واخلم ... او دقبیلې عزت او درناوی یې وساتم ... له چا به کسات اخلم ؟؟ له حمزه بن عبدالمطلب دعربو نوموتی اس ځغلونکي ، درسول الله تره، دبدر پرورځ دمکې د سرسړیو دوینو بهونکی ... زه دې ته تیاریم چې هر حماقت تر سره کړم ، او یا هره ګناه وکړم، چې خپل شتون او ذات ثابت کړم او له خپل ځان ځینې دمریتوب او شرم تور داغ لیرې کړم ... عنتره الله دې پر تا ورحمېږی ... بنو عبس درته په درنه سترګه کتلی و... ډیر کړاوونه او ناخوالې دې ورځینې ولیدلې. ستا د لویۍدله منځه وړلو هڅه یې وکړله، له (عبلې) سره یې ستا د سپیڅلې مېنه او پاک احساسات ونه زغمل ... ځکه چې ته مریې ې ... رنګ دې تور دې ... ای عنتره ته مریی یې .... او(عبله) دسردارانو له زوزاته ده ... اصل ونسب لري ... عنتره دایې له یاده ویستلي چې ستا احساسات ستا دمخ په څير تور نه دې، ستا وینه ددوی له هغې سره کوم توپیر نه لري،کیدای شي ته د (ارزښت) له مخې له ځواکمنو بادارانو څخه ستر او ګټور وې په ژوند او مېنه کې ځکه ستا پرحق سترګې پټې کړی چې ته یومریې یې...تور پوستی یې ... عنتره کله چې همدوی بیا دتورې تیغ ته برابر شول اونږدې وه چې دښمنان دقبیلې برم له منځه یوسي،اوښځې یې په اسارت ونیسي او سړي یې ورسپک کړي..... یوه بدمرغه درباندې غږ کړ: ( عنتره برید وکړه ) تا ورته وویل : (غلام دبرید چل نه زده ) نو هغه درته په عذر او زارۍوویل: ( برید وکړه اوته ازاد یې) څومره ښه خبره ده ( ته ازاد یې ) په تا کې دغې جادوګرې خبرې
دومره څه وکړل چې په زرګونو خبرو نه شو کولای.. ازادۍ درکې یو هیښونکی ځواک راوپنځوه، همداځواک له حقیقت ځینې اسطورې ته ډیر ورته و... عنتره زه دې ډیر ښه پیژنم، ای د اتلانو اتله! ای دسترې ازادۍ عاشقه! زه دې پیژنم ځکه زه هم ستا په څير د سپکاوي او ذلت په اور وریت شوی یم له دوو کارونو سره لاس وګریوان وم کړاوونه او ډارونکی رواني عذاب ... ټول ژوند مې کینه وه ، هر څه ته مې په سپکه سترګه کتلي .
دابوسفیان ښځه (هند) ورته راغلله ... چې له یو چاسره خبرې وکړي؟؟ له ماسره ، له تورپوستی وحشي سره ... سپک مریې سره دمکې کوڅې او سپیڅلي کور دې واوري .... چې (هند) ماته راغلله له ناستې سره سم یې په ژړغوني اواز وویل: ( مسلمانانو مې زوی (حنظله )، پلار او ورور وژلي ... له هماغې ورځ رادېخوامې ویښتانو تیل او بدن اوبه نه دي لیدلي ترهغې مې ماتم اعلان کړي چې تر څو د خپل قوم د سردارانو کسات وانه خلم، وحشي! که حمزه دې چیری وواژه چې له ما څه غواړی لکه پیسې، سره، اوښان، مېږی دربه یې کړم ... له ټولو زیات بخشش به زه درکړم (هند) زارۍ کوي، اوښکې یې په سترګو کې ډنډ شوي خو دهغې کبر اوغرور یې دبهیدو مخه نیسي، (هند) دخپل اصل ونسب او په قوم کې د لوړ مقام له درلودنې سره پردې ونه توانیدله چې دخپل پری شوي شرافت څخه ننګه وکړي، او دخپلو توی شوو وینو کسات واخلي نو سپک مریې ته راغله مرسته ورځینې غواړي، له مړو اوښکو سره یې ورته زاري کوله چې شرف یې وروساتي، دشرم مخه ورځینې واړوي او کسات .... یوه زړه پوری هیله مې داوه چې دا وخت همداسې پسې وغځیږي او (هند) هغه خبرې لاپسی اوږدې کړي چې ما هڅوي ...زاري وکړه ... زاري وکړه ... اې دسردارانو لورې !
په مړو سترګوراوګوره ... خپلې هیلې او غوښتنې زما دتورو قدمونو لاندې کیږده ... ای دمجوسیت خوندوره اوره چې زما بدن او اروا دې سوځوله اوس ښه په غرغنډو شه ... ای جبیره له ازادۍ او لوړ قیمت ځینې راته ښه ډیر وګړیږه، دغه شیبې زما د ژوند له غوره او خوږو هغوځینی دې ... ته وا چې ژوند اومرګ زما په لاس کې دي ... لږترلږ دحمزه ژوند اومرګ ... ای دمکې سرګردانو او مکرجنو مشرانو ... تاسې خپلو کینو او اپلتو ته له سجدې پرته بل دېن نه لرئ ، پرعتبه، شیبه او ابوجهل دې لعنت وي زه څومره له حمزه خوښ یم، چې ستاسې اتلان یې را وپرځول او دهغوی کبر اوغرور یې له خاورو سره یو ځای کړ!! بیشکه چې حمزه ستر دې ... خوزه به دغه ستر وژنم ... زه به یې ووژنم تر څو ستاسې په نظرکې له هغه ځینې لوی شم ... خو ایا زه به رښتیا هم دغه مقام ته ورسیږم؟؟ ایا خلک به په مریتېوب کې او ذلت کې زما تیر له یاده وباسی اوکنه وایي به چې وحشي (مریې) درسول الله تره حمزه وواژه او بادار یې جبیر هغه ازاد کړ، او دابوسفیان ښځی (هند) ورته یو څه انعام ورکړ؟؟ او بدمرغۍ!! ایا شوني به نه وي چې زما د تاریخ دغه تور پړاو له منځه یوړل شی؟؟ ددغه سیمې اوسیدونکي دنسب له ساتنې او دپېښو له روایت سره بی کچې مېنه لري، خوداد هیچا له وسې پوره نه ده چې له دغې مېنې ځیې دوی لاس اخستو ته اړباسي، که څه هم دغه (څوک) دټولې ځمکې له واکمنو څخه یو وي ... خوزه ولې په دغه شکمنې مسلې کې دومره سوچ کوم ؟؟ تیر دې هغه څه وي چې دتقدېر خوښه وي ... زه دنن ورځې زوی یم ... دهغه برم زوی یم چې زه یې پرخپل لاس او نیزې سره جوړوم.
کله چې دابوسفیان په مشرۍ لښکر روانیدو ته نږدې شو، وحشي خپلې پیغلې ته ورغي، دواړه دخلکو له نظره یوې ډډې ته شول ورته وویل:
ـ ( زه ځم .... )
ـ ( وحشي زه خو پرتا د جنګ له ناخوالو څخه ډیره ډاریږم ... )
ـ ( بدمرغه دومره په اسانۍ سره نه مري، تقدېر یې ددې له پاره عمرونه ورزیاتوي چې نوره بدمرغي هم ورپه برخه کړي .........)
په نه زړه ورته وویل:
ـ ( دژوند په اړه ستا نظر د یو ثابت اصل په توګه نه شی اخستل کیدای.)
ـ ( زه د خپلې غمېزې په اړه درته غږیږم، دنورو دتجربو او نظر په کیسه کې دې نه یم ..........)
ـ ( ولې ؟؟)
ـ ( ځکه چې خلک درواغ وایي، او تر ټولو ستر درواغجن هغه دې چې دپوهې دعوه کوي .........)
په تاسف ورته وکتل او ورته يي وویل:
ـ ( ته خو دسپیڅلو نصوصو درناوي نه کوې)
ـ ( هو، داهسی ګډی وډې دي، دساده ګانو او پوهانو یوې ډلې کښلی )
ـ ( په یوه وخت کې ساده ګان هم دي او پوهان هم ؟؟ )
ـ ( اوبې عقلې.... بلاغت تشې خبرې دي ....... همدا لامل دې چې د ساده توب نړۍ ته ورګډه شوي یي....)
ـ ( خوچې زه څومره پوهیږم، بلاغت او پوهه نوک او ورۍ دې ..........)
په الوتې بڼه یې ښي او کیڼ لورته وکتل اوزیاته یې کړله:
ـ ( دعاشق سړی یوه اوښکه دشعر له زرو بیتو څخه ډیره بلیغه ده، اودېو سپک رټل شوي مریې له بدمرغه شیبو څخه مخور فیلسوفان هم دتعبیر وس نه لري... اوس دحقیقت اوتعبیر تر منځ څومره توپیر دې .........)
ـ ( بلاغت به هیڅکله هم په خبرو کې راګیر نه شي ... خبرې بیوسه اوبندېوانې دې .... پیغلې په زړه کې مې په زرګونو غوښتنې او توپانونه په خوځښت راځي خو چې کله خبرې کوم له څرګندولو ځینې یې بیوسه شم .... زموږ نړۍ خو له بیوسیو او کبرجنو څخه ډکه ده ...........)
د چوپتیا یوه ګونکه شیبه رامنځ ته شوه، دپیغلې په سترګو کې اوښکې وځلیدې ورته يي وویل:
ـ ( ایا بیا به راستنیږی ؟)
ـ ( خامخابه راستنیږم ... )
ـ ( له جنګ ځینې ځان وژغوره .... )
په ملنډو او خندا یې ورغبرګه کړله :
ـ ( زه به هیڅکله ونه جنګیږم ........)
ـ ( هغه څرنګه ؟ )
ـ ( زه دمسلمانانو او کافرانو ترمنځ په خونړي جنګ ځان نه بوختوم ... توره به هم پورته نه کړم، او نه به ځان ګرداب ته وروغورځوم؟ د دواړو لوریو پرقضیه زما هیڅ سر نه خلاصیږی، ځکه خو یې په اړه ډیر سوچ هم نه کوم، یوازې دخپلې غمېزې په اړه سوچ کوم....... سپک مریتوب .... زه ځم چې خپله ازادې راوړم .... )
په ورخطایې يې وویل:
ـ ( چې خپله ازادي راوړې؟؟ )
ـ ( هو ... او قیمت یې زما په لاس کې دې... )
ـ ( ته څه وایې ؟؟ )
هغه خپله نیزه چې په منګولو کې کلکه نیولي وه وخوځوله، دمخ پلې یې سره راغونډې اوسترګو یې له ګواښه ډکه ځلا وکړه او په همدې حالت کې ورته وویل:
ـ ( یوارام ځای کې به کینم، او دهغه د راتګ له پاره به شیبې شمېرم، پرته له دې چې ما ووینی خپله نیزه به دهغه په لور وروتوغوم.... اوهر څه به پای ته ورسیږی..
خپله نیزه به راواخلم دتورو له ټکر او وینو څخه به لیرې یو ځای ته پناه یوسم ..
او دجګړې د پای انتظار به کوم... که چیرې محمد لاسبری شو په منډه به مکې ته راستون شم تر څو نوی ژوند پیل کړم ... خوکه چیری مسلمانان مات شول .. نو دېو ښکلی کاروان په سرکې به له ازادې،مال اوبرم سره یوځای راستون شم... مهمه داده چې زه یې ووژنم ... زه اوس په دې اړه سوچ کوم ... )
پیغلې ورته په نه زړه وویل:
ـ ( داڅوک یادوې ؟ )
ـ ( حمزه بن عبدالمطلب ... د رسول کاکا .... )
ـ ( ته یې وژنې ؟؟ حمزه وژنې ؟؟ )
ـ ( هو... ځکه چې همدا قیمت دې ... هغه قیمت چې بادار (جبیر) یې راځینی غواړی تر څو ازادي راکړی، هند اوخاوند یې ابوسفیان پردې شاهدان دې ... )
له همدې خبری وروسته، ورځینی روان شو .... پیغله ډیره حیرانه شوله کتل یې چې وحشي له قهره سور اوښتی، ارت ګامونه پورته کوي، خپلې اوږې یې پورته پورته غورځولی، خپل تور تندې یې اسمان ته پورته نیولي ته وا چې چیلنیچ ورکوي، هغه په خپل ذهن کې پر هغه څه ښه پوهیده چې دا یې باید ترسره کړی خو له دې هرڅه سره اندېښنو داسې په مخه کړي چې هیڅ پای نه درلود.
پیغلې پر اننګو راروانه اوښکه وچه کړله، او څو سلګې یې پورته شوې بیا یې له اندېښنې او خفګانه خپله شونډه وچیچله اوله ځان سره یې وویل:
ـ ( اوبیوزله!! ته په دې وروستیو کې څومره بدل شوی یې، دهغه پرخبرو زما سر نه خلاصیږي، داخو نارامه او راپارونکی دې، له بیدارۍ اوخوب ځینی هیڅ خوند نه اخلي داسې بریښي، چې خوراک و څښاک ته یې زړه نه کیږي، زما تر څنګ کېني خوزما له شتون ځینی خوند نه اخلي، ته وا چې په بل ستوري کې اوسی ... زما او دده تر منځ ستر خنډ رامنځ ته شوي ... نوموړی دخپلو نا څرګندو غوښتنو او هیلو بندېوان دې .... داخو د ډیر خفګان وړ خبره ده !!
کله چې يې ځان ته پام شو د وحشي خیال یې له ذهنه وتی و، خو د تریو او راغونډ شوي مخ بڼه یې هماغسی وه ... اوهغه نااشنا خبرو یې په ستړی سر کې انګازې کولی، خوله دې هرڅه سره یې دمحمد اودهمده په اړه دکیدونکو خبرو په هکله سوچ کاوه ... وحشي یې ډیر زر له ذهنه ووت ... په دې سوچ کې شوه چې څرنګه به وکولای شی چې هغه ځای ته ورشی چې هلته ښځې له محمد سره لیده کاته کوی اوله نوو او راپارونکو ماناوو څخه غږیږی.