سرچينه: ښايي نن او  يا سبا ۴۰۰ طالب بنديان خوشي شي 

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د افغان حکومت دننه يوې سرچينې ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې ښايي نن ورځ او يا هم سبا د افغان حکومت له زندانانو ۴۰۰ طالب بنديان ازاد شي. سرچينې د نوم د نه ښوودلو په شرط دغه مالومات ازادۍ راډيو ته ورکړي دي. 

افغان حکومت تر اوسه درې زره طالب بنديان ازاد کړي دي او ويل کيږي چې په ځيني هغه طالب بنديانو پاتې دي چې په لويو پېښو کې يې لاس درلود. 

شا او خوا درې اوونۍ مخکې د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د سلو طالب زندانیانو یو فهرست سپارلی وو چې په وینا یې په دې نوملړ کې ۸۱ داسې کسان دي چې د طالبانو د ډلې غړیتوب نه لري او په جنايي جرمونو محکوم شوي دي.

طالبانو د افغاني خبرو د پيل لپاره د پنځه زره طالب بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار کوي، خو بيا افغان حکومت وايي چې د بنديانو په خوشي کېدو سره بايد تاوتريخوالی راکم شي. 

تېره اوونۍ د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره په لېدنه کې هوکړه کړې، چې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره بايد هېڅ وړاندې شر کېنښودل شي.