د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور: د افغان امنيتي ځواکونو په منځ کې په کم - عمره ماشومان بچه بازي کيږي

روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت نړۍ کې د انسانانو د قاچاق په اړه خپل کلنی راپور وړاندې کړی چې د افغانستان په اړه يې هم مسايل په کې راخېستي دي. 

د دغه راپور په يوې برخې کې ويل شوي دي چې د افغان ځواکونو په منځ کې له کم عمر لرونکو ماشومانو جنسي او د بچه بازي استفاده کيږي او حکومت په دې برخه کې په پوره ډول سره اقدامات نه دي کړي. 

 افغان حکومت د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت دغه راپور ته تر اوسه غبرګون نه دی ښوودلی خو په تېر کې يې د افغان ځواکونو په منځ کې د بچه بازۍ تورنه رد کړي وو.