افغانستان کې د کرونا ويروس تازه ۲۷۸ پېښې ثبت شوې دي 

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت مالومات په ګوته کوي چې تېرې يوې شپې - ورځ کې د کرونا ويروس ۲۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره هېواد کې د کرونا ويروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۰۴۵۱ ته ورسېد. 

تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته تنه د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او همدا ډول د ۱۳۲ تنو درملنه شوې ده. افغانستان کې د کرونا ویروس له پيل بيا تر تېرې ورځې د ټولو مړو شمېر ۶۸۳ او د درملنه شوي کسانو شمېر لس رزه او ۳۰۶ تنو ته ورسېد. 

د تازه ۲۷۸ پېښو څخه، کابل (۷۱)، هرات (۲۷)، پکتیا (۲۷)، تخار (۲۵)، بامیان (۲۳)، کندز (۲۰)، بلخ (۱۷)، کندهار (۱۲)، ننګرهار (۱۰)، لغمان (۸)، نیمروز (۷)، بدخشان (۷)، جوزجان (۷)، ارزګان (۶)، کنر (۳)، لوګر (۲)، وردګ ميدان (۲)، او پنجشیر ولايت کې دوه پېښې ثبت شوې دي.