عاطف مشعل له جنرال قمر جاوید باجوه  سره  پر افغان سولې او دواړه اخيزو اړيکو خبرې کړي 

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تېره ورځ لېدنه کړې. 

عاطف مشعل پر خپلې توېټر پاڼې لېکلي دي چې له جنرال باجوه سره يې، د افغان سولې بهیر، د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ د راتلونکې ناستې، دوه اړخیزو اړیکو او موجوده سیمه ییز وضعیت په اړه یې خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې افغان سفير عاظف مشر له جنرال باجوه سره د افغانستان او پاکستان په دوه اړخيزو اړيکو او سيمه کې د امنيتي وضعيت په اړه غږیدلی. 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه  څه وخت وړاندې کابل ته په رسمي سفر راغلی وو چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې ولېدل.