روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ځينې هغه مسایل لېکلي دي چې نوموړي د کورنيو چارو د وزارت پر وخت تر سره کړې.
صالح لېکلي چې د خپل ماموريت پر وخت يې ښار کې پلی تګ - راتګ کړی، له خپل کور بيا تر کورنيو چارو وزارته د پوليسو په رنجر موټر کې يې تګ - راتګ کولو او زغروال ګاډي یې نه دي کارولي.
د ولسمشر لومړی مرستيال وايي چې د وزارت دننه یې له پولیسو سره یوځای په عادي ډول ډوډۍ خوړله او دوی ته ېې دا پیغام ورکولو، چې دوی يوازې نه دي او کورنيو چارو وزارت او حکومت يې تر شا ولاړ دي.
امرالله صالح لېکلي، چې دی ۲۷ ورځې د کورنیو چارو چارسمبال وزير وو او په يادې مودې کې توانېدلی وو چې کابل کې د جنایي جرمونو لکه، وسله والو غلاو، انسان تښتونې او نورو شمېر صفر ته راښکته کړي.
نوموړي دا لېکنه په داسې وخت کې کړې، چې له تېرې ورځې یو غږيز فایل رسنيز شوی دی، چې ويل کيږي، د امرالله صالح او خالد په نوم د لويې لارې د يو پوليس قومندان ترمنځ خبرې دي.
د ياد غږيز فايل په يوې برخې کې ویل شوي، "هر هغه څه دې چې اړتیا وي، له والي مه وېرېږه، له وکیل مه وېرېږه، که هر څوک درته په لویه لار موټر و نه دروي، ویې وله، سر یې پرې کړی را وړه، زه یې مسئولیت اخلم، هر هغه څوک دې ووېشت، مړی یې لېرې وغورځوه، که دې دا کار و نه شو کولای، کورنیو چارو وزارت ته یې سر را وړه، زه یې مسئولیت اخلم."
د يادونې ده چې د امرالله صالح دفتر ياد غږيز فايل جعلي او جوړ شوی بللی.
وروستي