مخابراتو وزارت: ۲۵ ولايتونو ته مو د نوري فيبر چوپړونه ورسول 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي چې د هېواد ۲۵ ولايتونو کې ته د نوري فيبر خدمات رسولي او په کې فعال کړي دي. د دغه وزارت وياند ويلي چې د نوري فيبر پروژه کې د حکومت وراېخوا افغان بېسيم شرکت هم پانګونه کړې ده. 

د مخابراتو اړ مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وياند ر رسنيو ته ويلي دي چې د هېواد نورو ولايتونو ته د نوري فيبر د چوپړونو د سونې او ښه کار په موخه مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې بهرنۍ پانګونه په دې برخه کې واخلي. 

بيا له بلې خوا ډېری خلک په ولايتونو کې د نوري فيبر له اسانيتاوو شکيات کوي. د هېواد په ځيني ولايتونو کې د نوري فيبر هغه پايې چې  له لارې د افغان تېلي کام انټرنېټ وصل کيږي يا خرابې شوې دي او هم يا هم يوازې د ښارونو  اړوند څو محدودو سيمو کې لګول شوې دي. 

که څه هم مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې  د روانې ۲۱ پيړۍ مالوماتي ټېکنالوژۍ سره يوځای لاړ شي، خو په ياد وزارت کې د مسلکي او فني کسان کمښت ستونزې را پيدا کړې دي.