د بلخ د والي وياند: بلخ ولسوالۍ کې مو پر طالبانو هوايي بريد کړی او ۲۵ طالبان په کې وژل شوي 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د بلخ د والي وياند منیراحمد فرهاد رسنيو ته ويلي دي چې د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې راټولېدنې هوايي بريد شوی دی چې ۲۵ کسان په کې وژل شوي دي. 

منير احمد فرهاد ويلي دي له ياد بريد درې ساعته وړاندې افغان استخباراتي او کشفي ادارو مالوماتو ټول کړي وو، او وروسته يې د طالبانو ياده ناسته په نښه کړه. 

بيا له بلې خوا بلخ ولايت کې يو شمېر ځايي او سيمه ييزو رسنيو ويلي دي چې یاد هېوايي بريد کې، څلور ولسي وګړي وژل شوي دي، چې يوه ميرمن او يو ماشوم هم په کې شامل دی. د سرچينو په حواله چې بريد د يو بزګر پر کور شوی. 

خو په ورته وخت کې د بلخ د والی وياند او د هېواد په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو هغه خبرونه چې د تېرې شپې هوایي بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي، ردوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.