ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره کتلي 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د ولسمشرۍ ماڼۍ به خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېدنه کړې. 

د ارګ به خبرپاڼه کې لېکل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

په دې کتنه کې چې تېره ورځ په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو، په دې پروسه کې د راتلونکو اقداماتو او د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي ټیم د مخامخ مذاکراتو پیل په اړه بحث او خبرې وکړې."

د مصالحې عالي شورا له جوړښت را وروسته د لومړۍ لېدنه ده چې ولسمشر غني يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کوي. د دغه لېدنې د جزئياتو به اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.