کېم جونګ اون د خپل ګاونډ سويلي کوريا پر وړاندې پوځي اقدام ځنډولی دی 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ خپل پوځ سره د يوې ويډيويي ناستې پر مهال امر کړی دی چې د ګاونډ هېواد سويلي کوريا پر وړاندې  پوځي اقدام دې وځنډول شي. وړاندې کېم جونګ ګواښ کړی چې سويلي کوريا سره پر ګډې پولي پوځي بريد کوي. 

د شمالي کوريا مشر وروسته له هغې د سويلي کوريا پر وړاندې د پوځي اقدام امر ورکړ، چې سويلي کوريا د دوړاړو هېوادونو پر ګډې پولې د کېم جونګ اون حکومت ضد مالوماتي پاڼې غوځولې وې. 

له يادې پېښې وروسته د کېم جونګ اون خور، کیم یو جونګ د شمالي کوريا په سرحدي ولايت کې د سويلي او شمالي کوريا د اړيکو د ګډ دفتر د تړلو امر ورکړ. 

شمالي کوريا د نړۍ له هېڅ هېواد سره اړيکې نه ساتې او له خپلو ګاودڼد هېوادونو، لکه سويلي کوريا، چين او جاپان سره يې هم اړيکې کړکېچنې دي.