ولسمشر غني: د لويې څارنوالۍ پر کارمندانو برید بشري جنایت، د اسلامي ارزښتونو ضد عمل دی 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لويې څارنوالۍ پر کارمندانو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د تېرې ورځې بريد غندلی. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويیل شوي دي، "د افغانستان دښمنانو پرون د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لوی څارنوالۍ ادارې د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید له امله د هغوی پنځه تنه شهیدان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه جنایت د غندلو پر مهال وویل، پر ملکي وګړو او دولتي کارکوونکو برید بشري جنایت، د اسلامي ارزښتونو ضد عمل او د دښمنانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسې د زیانمنولو هڅه ده.

جمهوررئیس زیاته کړه: طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره د افغان ولس او حکومت غوښتنه ومني.

د هیواد جمهوررئیس د دغې دردناکې پېښې د ارزونې په موخه اړوند ارګانونو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي."