پر څارنوالانو برید به سولې ته زیان ونۀ رسوي

دا چې سولې ته د راسیدو لپاره یو مهم فرصت افغانانو ته پۀ لاس ورغلی دی، نو لۀ دې فرصت څخه باید عظیمه استفاده وشي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ ۲۹ د توافق پر اساس ټاکل شوې، چې افغان دولت لۀ بین الاافغاني خبرو وړاندې پنځه زره طالب زندایان او طالبان به د دولت زر بندیان خوشې کوي، خو تر اوسه پورې افغان دولت د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان ازاد کړي، پۀ داسې حال کې چې طالبانو د افغان دولت ۲۶۱ تنه بندیان خوشې کړي دي! خو د افغانستان حکومت وايي طالبانو تر اوسه ۲۴۵ تنه چې ملکیان هم پکې دي ازاد کړي دي.

اوس چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده او بین الاافغاني خبرو پیلیدو ته کم وخت پاتې دی، نو دواړه لوري باید خپل دریځ کې نرمښت راولي.

تازه پرون ورځ د کابل پۀ ده سبز ولسوالۍ کې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو برید وشو، چې پۀ پایله کې ۵ تنه ووژل شول.

طالبانو ددې برید پۀ اړه وویل، چې پر افغان څارنوالانو برید کې لاس نۀ لري. پۀ عینې حال کې ددې برید پۀ اړه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: (امریکا د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو برید چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې پۀ کلکه غندي او دا برید د سولې د دښمنانو لۀ لوري شوی دی، وژل شوي څارنوالان د بندیانو د ازادۍ پۀ برخه کې د چارو پۀ اسانتیا بوخت ول) اوس خبره دا ده، چې یو اړخ ته طالبان ددې برید مسؤلیت نۀ مني، بل اړخ ته تر اوسه کومې بلې ډلې ددې برید مسؤلیت نۀ دی منلی.
 
اوس پوښتنه دا پیدا کيږي، چې دا څارنوالان چا وژلي!؟
ولې دا څارنوالان ووژل شول!؟
دا چې دغو څارنوالانو د طالب زندانیانو د ازادۍ پۀ برخه کې همکاري کوله، نو اوس شک دا پیدا کيږي، چې دا کسان د سولې دښمنانو وژلي.

اوس شک پر داخلي مافیاء سربیره پۀ هغو ګاونډیانو کیږي، چې د سولې روانه پروسه نشي زغملی.

دا ډول بریدونه د هغو ډلو او اشخاصو کار دی، چې پۀ جګړه کې یې ګټې خوندي دي.
دوی د افغان ملت پۀ غم کې نۀ دي، دوی ددې خاورې پرمختګ نۀ غواړي.

دا اجنټان او هغه هېوادونه چې پۀ افغانستان کې د سولې مخالفت کوي باید پوه وي، چې دا ډول بریدونه به د سولې روانه پروسه زیانمنه نۀ کړي.

افغان دولت ته هم پکار ده، چې دا پاتې بندیان هم ژر خوشې کړي، تر څو بین الاافغاني خبرې پیل شي.

طالبان دې هم لږ نرمښت وښایي، ځکه دې دوی هر برید د سولې روانه پروسه زیانمنوالی شي.

که رښتیا هم طالبان او افغان دولت سوله کول غواړي، نو باید دواړه لوري یو بل ته قرباني ور کړي، د شخصي ګټو، امتیازاتو او هغو غوښتنو تېر شي،تر څو دا زرین فرصت لۀ لاسه ور نۀ کړو.

که پاتې بندیان ژر خوشې نشي، نو ددې امکان ډېر دی، چې د سولې دښمنان به ورنه استفاده وکړي او دا پروسه به پۀ یو نه یو ډول زیانمنه کړي، نو مخکې لۀ دې چې د سولې دښمنان خپل هدف ته ورسیږي، پکار ده، چې پاتې بندیان ژر خوشې شي، تر څو بین الاافغاني خبرې ژر پیل شي او بېلاخیره یوې تل پاتې سولې ته ورسیږو.