امرالله صالح: د مصنوعي تنفس هېڅ ماشين نه دی غلا شوی،  په دروغ باور به مه کوئ 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ځيني رسنيو هغه راپرونه چې ګواکي له افغانستانه د مصنوعي تنفس دستګاوې يا وینتلاتور  غلا شوي او  پاکستان ته قاچاق شوې دي، رد کړې دي. 

نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې د پژواک هغه راپور چې  د هېواد له عامې روغتيا وزارت يې پاکستان ته د مصنوعي تنفس يا  وینتلاتور دستګاوو د قاچاق لېکلي وو، رد کړی دی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې په دروغ باور مه کوئ او که چېرې څوګ درته ووايي، چې پوزه مو پيشو وخوړه، مخکې له دې چې پيشو پسې منډې شروع کړی لومړی خپله پوزه وګورئ. 

تېره ورځ پژواک خبري آژانس يو خبر رسنيز کړل چې په کې ويل شوي وو، چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اړوند ۳۲ د مصنوعي تنفس دستګاوې يا وینتلاتور په قاچاق ډول پاکستان ته وړل شوې دي. د دغه دستګاوو بيه ۶۰۰زره امريکايي ډالر ښوودل شوې ده.