خليلزاد: د لويې څارنوالۍ پر کارمنادانو د تېرې ورځې برید  د هغه چار کار دی چې د سولې بهير د زيانمولو هڅې کوي 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو انګړي اتسازي زلمي خليلزاد د کابل په ده سبز ولسوالۍ د لويې څارنوالۍ پر کارمندانو بريد چې له امله يې پنځه کسان ووژل شول غندلی دی. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "متحده ایالتونه د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو او د ډلې پر نورو غړو، چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې، ننی برید په کلکه غندي. دغه برید چې د سولې د دښمنانو له لوري تر سره شو، د پنځو ملکي وګړو ژوند یې واخیست. موږ خپله ډاډګیرنه وړاندې کوو."

خليلزاد زياته کړې، "موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي.   

دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي.

دواړه لوري باید په شا نشي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور اړین ګامونه واخلي، چیرې چې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژرترژره مذاکرات کیداې شي. دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او موږ ورسره ولاړ یو."