د ايران لپاره قرباني شوی افغان هزاره (نسیم افغاني) د جسد پاتې شونې ايران ته ولېږدول شول 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، هغه مهال چې د ايران او عراق ترمنځ جګړه وه، سلګونه افغانانو چې ډېری يې افغان هزاره ګان وو د ايران په ملاتړ د عراق پر وړاندې جګړې ته ودانګل. 

د سلګونه افغان جنګياليو جسدونه هغه وخت د کورنيو د نشتون او جګړې امله عراق کې دفن شوي وو خو د ايران حکومت څو ورځې وړاندې د افغان جنکياليو د جسدونو پاتې شونې د ايران مشهد ته ولېږدول. 

د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه ای ځانګړې لارښوونه کړي ده چې د نسيم افغانۍ د جسد پاتې شونې دي مشهد کې د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شي. 

ايراني چارواکو ويلي چې د نسيم افغاني په شمول د نورو جنکياليو د جسدونو پاتې شونو لېږد لپاره ځانګړي مراسم په پام کې وو، خو د کرونا ویروس له امله دغه مراسم ټاکلي شول. 

دا جنګيالي لسيزې وړاندې د ايران او عراق په جګړه کې د ايران د ګټو لپاره وژل شوي وو، خو اوس مهال هم د ايران په فاطميون لښکر کې لسګونه افغانان سوريه او عراق کې د ايران لپاره جګړه کوي.