نورستان کې د ښځو او ماشومانو خراب وضعیت

نورستان کې د ښځو او ماشومانو خراب وضعیت
د هېواد ختیځ کې پروت ولایت نورستان، یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ښه هوا، شنه دنګ غرونه، پاکې اوبه او طبعي منظرې لري، چې د ګڼو سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.نورستان په تاریخي، جغرافیوي، مذهبي او فرهنګي ارزښتونو هم مالامال دی.

خلک یې د ملي ژبو سربیره په ګڼو نورو محلي ژبو هم خبرې کوي. نورستاني، کانتیوایي، وامایي، بشکلي او نورې محلې ژبې یې روزمره پیغامونه تبادله کوي. سړکونه یې وران او دهغه ځای خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؛ که څه هم اوس یې پر عمومي سړک کار روان دی، چې معیاري جوړ شي؛ خو دا بسنه نه کوي، باید ټول سړکونه یې جوړ او جغرافیوي لنډون دې رامنځته شي، چې دا ملي پارک د ګڼو سیلانیانو کوربه وګرځي؛ تر څو په اقتصادي برخه کې هم بدلون محسوس شي.  

د یاد ولایت ښځې په کروندو کې کار کوي، مالونه ساتي او خپلو کورنیو ته حلال رزق ګټي.
د ښځو وضعیت پخوا ډېر خراب و؛ خو کمې فیصدۍ زده کړه کړې، چې په صحي او نورو برخو کې د نورستانیانو خدمت کوي؛ په دې وروستیو کې د نجونو ښوونځي هم جوړ شوي، چې یو شمېر خویندې په کې زده کړې کوي.

د نورستان ځوانان او ماشومان!
د ماشومانو حقوقو ته په کتو په نورستان ولایت کې ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې نه دي برابرې؛ د ماشومانو مورګانې په کروندو کې کار کوي او کوچني ماشومان یې په کورونو او کوڅو کې ترهغې ګرځي، څو چې غټ شوي نه وي، چې د کار او زیار شي یا د کور کار کوي او یا د صحرا؛ خو ډېر کم یې زده کړې کوي او یو څو ټکي زده کوي.

نورستان داسې خلک هم لري، چې بچیان لویو ښارونو ته د زده کړو لپاره لېږي، چې د زده کړو له بشپړولو وروسته په نورستان یا نورو ولایتونو کې د هېواد خدمت کوي. په ټوله کې ویلی شو، چې د نورستان ښځو، ځوانانو او ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې نه دي برابرې او په بد وضعیت کې ژوند کوي.

نورستانیان باید څه وکړي؟
 نورستانیانو له وخت سره جوخت یون نه دی کړی او د خپل ظرفیت د لوړاوي هڅې یې نه دي کړي؛  همدې تشې ته په کتو، د نورستان ځوانان وزګار او نور ورته خدمت کوي. اړینه ده، چې نورستانیان خپل کوچنی او ځوان قشر په زده کړو سنبال کړي؛ ترڅو د عصر سره برابر ژوند وکړي.

که نورستانیان د خپلو ماشومانو، نجونو او ښځو د صحت او تعلیم په کیسه کې نشي، معلومه ده، چې هر اړخیز وضعیت به یې خراب او ګڼو ستونزو سره به لاس او ګریوان وي. 

پایله!
د نورستان خلک باید په نجونو او هلکانو معیاري تعلیم وکړي، د صحت او رغونې لپاره باید خپله لاس په کار او عدالت خواهي دې وکړي.

حکومت دې سړکونه جوړ او جغرافیوي لنډون دې رامنځه کړي؛ تر څو دا محروم ولس له حقوقو او اسانتیاو څخه برخمن شي. 

که د نورستان سړکونه جوړ شي، زه باور لرم، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام به خپل کړي، چې ددې سیمې اقتصاد به ورسره ډیر پرمختګ وکړي.