موږ د پښتو ورځ نمانځلو ته اوږدې اوږدې کيسې او تبصرې ليکو، خپلې مبارکۍ او پيغامونه خپروو، لفاظي کوو او پښتون ولس او پښتانه خدمتګاران يوازې په خپلو تشو شابسيو بوخت ساتو؛ خو چې د پښتو ليکوالانو، شاعرانو، ژورناليستانو، فرهنګيانو، هنرمندانو او د پښتو د نوم ورکو خدمتګارانو د خدمت او لاسنيوي وخت راشي؛ بيا نو (درسره يمه او يم درسره هم نه) او يا خانه ستا به جنګ او مبارزه وي زه به نه يم.
د احمد شاه بابا د مړينې ۲۵۰ او د پيدايښت يې ۳۰۰ کلونه کېږي. د خوشحال خان خټک بابا له پيدايښت څخه تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ سوه کلونه تېرېږي؛ مګر په دا دومره وخت او حکومتونو کې زموږ مشران پښتو سره يوازې شعاري مينه کوي او د پښتو ژبې خدمت کوونکو لپاره د لاسنیوي کوم منظم سيسټم نه لري، چې له امله يې د پښتو خدمتګارانو او د هنر د ساتونکو او پالونکو خدمت او لاسنيوی پرې وشي.
که پښتو پال دی، فرهنګپال دی، هېواد پال دی او يا ليکوال دی؛ هر يو له فقر رنځ وړي او د ژوند ناخوالو سره تر اخره په جنجال دی.
زما د ژوند په اوږدو کې او زما د سترګو په وړاندې لس ګونه د پښتو هنر، ادب، سمونې، اصلاح، څېړنې، تاريخ، ژورنالېزم، موسیقۍ، سياست او د ليکوالۍ نادره خدمتګاران د ژوند او روغتيا له رنځه کړيدلي او بالاخره يې له دې فاني نړۍ سره په ډېرې ناچارۍ خدای پاماني کړې ده.
ما هېڅ داسې مشر او سيسټم ونه ليدو، چې د ژبې او فرهنګ خدمتګارانو لاسنيوی وکړي او په بده ورځ يې په درد وخوري.
زموږ په مشرانو پښتو ګرانه ده؛ خو د پښتو خدمتګاران په ژوندوني نه پېژني او هېڅ ډول مادي او معنوي لاسنيوی ته يې تيار نه دي.
بس خدای پاک دې پخپله د پښتو او ددې ژبې د خدمتګارانو مل شي.
يو وخت پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد او پښتو ژبې د ليکوالانو، فرهنګيانو او د قلم خاوندانو هڅونې او تشويق په موخه يوه لړۍ پيل کړه؛ خو بنسټيزه نه وه او ژر ختمه شوه. هماغه وخت یو شمېر قلموالو ته د افغانستان دولتي مډالونه هم ورکړل شول، چې زياتو خلکو يې هرکلی وکړ.
په ياده پروسه کې د پښتو ژبې د تکړه ليکوال ښاغلي سيال کاکړ ستاينه هم شامله وه، چې يو دولتي مډال ورکړل شو؛ ورسره سم ښاغلي سيال خپل ادبي اثار د افغانستان علومې اکاډمۍ ته وسپارل.
د پښتو ژبې د نادره خدمتګارانو له ډلې يو هم پوهاند ولي محمد خان سيال کاکړ دی، چې له احتیاج او ډېر رنځ وروسته تازه وفات شوی او تاسو يې له ژوند، هڅو او فن څخه خبروم.
محمد ابراهيم سپېڅلی د ښاغلي سيال کاکړ صاحب په اړه داسې ليکي:
(په پښتو معاصر تاریخ کې زما د معلوماتو له مخې درې داسې پېژندل شويوي شاعران او لیکوالان لرو، چې تخلصونه يې یو ډول (سیال) دي.
دیادو درې کسانو څخه لومړی میراجان سیال، چې د پېښور په کوډاخېلو کې په (۱۳۳۰هجري قمري) کال زېږېدلی او په ( ۱۹۹۰م) کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ تاریخ مړ دی.
میراجان سیال ۸ چاپ اثار خپلو لوستونکو ته پرې ايښي دي.
دوهم کس (غازي سیال) دی، چې په(۱۹۳۳م) د پېښور په بنو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او پروسږکال د (۲۰۱۹نومبر۲۷مه) په خپله سیمه کې وفات او هلته ښخ دی.
غازي سیال پر ۱۶ چاپ او ځینې ناچاپ کتابونو سربیره (۵۰) پښتو فلمونو ته بېلا بېلې سندرې هم لیکلې دي.
خو نن، چې موږ او تاسې دلته د کوم سیال یادونه کوو، هغه پوهاند ولي محمدخان سیال کاکړ دی.
پوهاند سیال کاکړ، په( ۱۹۳۵م) کال د سویلي پښتونخوا کوټې د (پښين) ولسوالۍ په (سرانانو)، چې وروسته بیا په یاده سیمه کې د افغان کډوالو لوی کمپ ؤ زېږېدلی دی.
سیال کاکړ نژدې ۴۰ ټوکه کتابونه لیکلي دي، چي زیاته برخه يې ولسي ادبیات او شعري ټولګي دي.)
زده کړه:
ابتدايه زدکړې يې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړي دي او وروسته د لوړو زدکړو په موخه د کوټې پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللى دى. پوهاند سيال كاكړ په پښتو، پارسي او اردو ژبو كې يې د ماسټرۍ معتبر سندونه تر لاسه كړې دي.
همدارنگه يې د (بي اې) بری ليک هم د پنجاب له لايلپور (فيصل اباد) ښاره تر لاسه كړی دی. ښاغلی کاکړ د پښتو تر څنگ په پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهیده او روانې خبرې يې پرې کولې.
دنده او کار:
په ۱۹۶۴ ميلادي کال يې د استاد په توگه پر خپل سپېڅلي کار پېل وکړ. ښاغلي کاکړ ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت وکړ، ترمرګه يې شپه او ورځ د پښتو ژبې د غنامندۍ لپاره زيار وګاله.
ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوريک ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر کتابونه وليکل. نوموړی د کوټې سيمې يو له پخوانيو ليکوالانو دى، چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده.
هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په لر او بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله. هغه تر خپله وسه لنډۍ، کاکړۍ غاړې، انگۍ، متلونه، ساندې، برغازۍ، چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې خوندي ساتلې دي.
چاپ شوي آثار:
• (غاړې) كاكړۍ غاړې او څېړنه
• پښتني افكار (پښتو كيسۍ)
• سپېڅلي گايونه (متلونه)
• چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول)
• گرانې ملغلرې (شعري ټولگه)
• پښتني جام (شعري ټولگه)
• پښتني فولكلور
• ملي دردونه (شعري ټولگه)
• غورځنگ (شعري ټولگه)
• كاكړۍ (كاكړۍ غاړې)
• ترينو (د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه)
• ملي ادب (متلونه)
• مزارات (د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات)
• د كسې د لمنې پښتو ژورنالېزم
• پښتني نومونه
• پښتو مترادفات
• فولكلوري طب
• ادبي څېرې (انځوريزه تذكره)
• د کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه)
• پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه)
• فولكلوري سوغات (د اتڼ نارې)
• فولكلوري سندرې
• پښتو نكلونه
• فولكلوري جواهر (د ښادۍ بدلې)
• د كوشنيانو ادب
• د كوشنيانو ژبه
• انگۍ (د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول)
• منظومه تذكره
• ادبي انځور (مقالې)
• سنگر (شعري ټولگه)
• كاكړۍ (د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه)
• نثري انځور (مقالې)
• پخوانۍ غاړې (ازادې غاړې)
• غوره انځور (شعري ټولگه)
• گنجينه ادب فارسى (فارسي مقالې)
• خزينه دانش (فارسي مقالې)
• زرين انځور (مقالې)
سیال کاکړ د پښتو ژبې ترڅنګ په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولای شوې او د پښتو په ګډون یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي.
سیال کاکړ نږدې څلوېښت کتابونه لیکلي وو، چې زیات یې چاپ شوي او خو ځینې کتابونه یې ناچاپ دي. په دغو کتابونو کې اکثر یې د ولسي ادب د بېلابېلو اصنافو لکه غاړو، متلونو، انګیو (چیغیانو) او نکلونو په اړه دي.
سیال کاکړ په ۱۹۳۵م کال کې د پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی و، د ۸۷ کلونو په عمر وفات او د جون پر ۱۸ مه پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
اِنّا لِلّٰهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن
په درنښت
وروستي