بهرامي: ایراني سرتیرو هریرود سیند ته افغان کډال نه دي اچولي؛ که افغان حکومت سندونه لري نو شريک دی  يې کړي 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)،  د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان د رئیس حجت الاسلام بهرامي هغه مساله چې ايراني ځواکونو هریرود سیند ته افغان کډال اچولي رد کړې ده او ويلي دي چې ايراني سرتيري په داسې کومې پېښې کې لاس نه لري. 

بهرامي ويلي دي چې که چېرې د افغانستان حکومت په دې اړه کوم سند لري نو مونږ سره دې يې شريک کړي او که بيا چېرې سندونه نه لري نو غوره ده چې د افغانستان حکومت په خپله ياده موضوع مديريت کړي. 

دغه ايراني چارواکي خبرداری ورکړی دی چې د سندونو له شتون پرته دا ډول ادعاوې د افغانستان او ايران پر اړيکو منفي اغېز کولی شي. 

خو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت بيا د بهرامي څرګندونې رد کړې دي او ويلي افغان حکومت له بهرامي څخه دا ډول څرګندونو تمه نه درلوده. بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې افغان حکومت په دې اړه سندونه او شواهد له ايراني پلاوي سره شريک کړي دي.