د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

انسان ذاتاً داسې یوه ځانګړنه لري، چې دِ ډول حالاتو په وړاندې ځان عیارولای شي که هرڅومره یې ژوند سخت شي طبعتاً دا سختي ورته د زغم وړ تمامیدای شي په اوسنیو زړه تنګو شېبو کې ډېری ځوانان وینم،چې یو ډول نهیليو او ستونزو پسې اخېستي؛ ددې لپاره، چې له خپل ژوند خوند واخلي او په خدای ورکړو نعمتونو باندې شکر وباسي پرځای یې ناشکري کوي پداسې څه باندې چُرت خرابوي،چې ورسیدلو ته یې لا ډېر وخت وي.
 
زه تاسو ته نن څو لنډې داسې طریقو لارو، ګودرو باندې ګړیږم،چې په تطبیق سره به یې ستاسو د ډېرو ملګرو ژوند له نهیلۍ او زړه تنګون وژغورل شي دا داسې نسخه ده،چې ما پخپل ځان تجربه کړیده اوریدلي به مو وي،چې “تجربه بهترین استاد دی”یا“ طبیب هغه طبیب، چې رنځ پرې تېر وي ”زه هم په اوایلو کې کټمټ هغسې څوک وم،چې ژوند به مې د یوډول له نهیلۍ له عینکو کتل هرڅه به راباندې غمېدل یوه ورځ مې فکر شو،چې ایا ژوند پدې ارزي، چې په تشویش او اندېښنه کې تېر شي؟ بیا مې وویل ښه؛ وژاړه، ځان ووهه، تېر پسې خفه شه، پایله یې څه کېږي “هېڅ” زه تاسو په ډاډ سره وایم، چې نن سبا نړۍ له او زموږ شاخوا له داسې بدبختانو ډکه ده،چې ته څومره ځورېږې او په څومره بد حالت کې وې دا تش په نوم انسانان دِ هر درد او غم ته من، من غوښې اخلي نو ددې لپاره،چې دا تش نومي انسانان یا د انسان په جامه کې ځناور وسوځوې نو دا خپله یوه ګوله وچه ډوډۍ په دومره شوق او مینې سره وخوره لکه د غوښو، او بېلا بېلو خوراکونو دوسترخوان،چې درته غوړیدلی وي.
 
د یو ګېلاس یخو اوبو له څښاک وروسته یوه اوږده سا واخله دروند شکر ادا کړه،چې خدایه شکر،چې یو ګېلاس یخې اوبه راورسولې؛ نن دِ که پخپله وچه ډوډۍ دِ زړه له تله شکر ویست سبا به یې خدای درته په لس ګونو خوندرو خوراکونو بدله کړي، نن دِ که پخپل روغ بدن شکر ویست خدای به دِ همداسې صحتمند پاتې کړي زموږ ژوند ناشکریو داسې دربدر کړی دی همدا نن،چې هرڅه لرې پرې شکر وباسه په شونډو مو موسکا خوره کړئ او دا لاندې څوټکي په یاد ولرئ!
 

  • هره ورځ یو داسې کار وکړه،چې په دریادولې سره یې زړه کې خوښي احساس کړې مثلاً هره ورځ ډېر نه لس، پنځلس صفحې یو ګټور کتاب کولای شي تاسې ته د خوښۍ احساس درکړي.
 
  • څومره،چې کولای شې د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود کړئ؛ زموږ د ډېری پریشانیو منبع همدا فېسبوک او نورې خواله رسنۍ دي نن سبا په نړۍ کې خورا زیات چتیات روان دي؛ همدا افواهات، بد خبرونه، موږ له ژوند زړه توري کوي.
 
ددې پرځای لاړ شئ یوه ښایسته باغ، منظرې ته کېنئ د طبعیت ننداره پیل کړئ د خدای پدې ارته نړۍ باندې ځان په تفکر کولو کې بوخت کړئ؛ د طبعیت سره کېسې مو ذهني پیاوړي کوي دِ فکر کولو ځواک دربښي.
 
  • ځان هدفمند عادت کړئ مثلن حته که سهار له کوره ښار ته دِ تګ تابیا نیسئ فکر وکړئ،چې که ښار ته ځم یوه کوچنۍ ګټه خو باید وکړم که نور هېڅ هم ونه کړې حته که دِ یو بېوزله لاسنیوی د وکړ بیرته کورته په راتګ سره به دې زړه خوشاله وي.
 
  • ژوند ځانته په زور مه سختوئ، هېچا سره ځان مه پرتله کوئ دا خپل هرڅه،چې لرې دا تر بل هرچا غوره او ښه دي.
 
  • په پلان شوي ژوند کې هېڅکله نه نهیلي کېږی زموږ ډېری سرګردانۍ همدا بې پلاني ده؛ د هېڅ ورځې پلان نه لرو که هرڅومره کوچنۍ کار وي،که دِ پلان په اساس وشي ورحاً خوښي دربښي دا کار ما تجربه کړی دی.
 
  • خوښي او غم د ژوند یوه برخه ده، د خوښۍ او غم توازون وساتئ.
 
  • که غواړی ژوند درته د خوښۍ دروازه پرانیزي پورته موارد په نظر کې ولرئ عملي یې کړئ همدا اوس، چې زما لیکنه ولوسته په شونډو تبصم وغوړوه شکر وباسه،چې خدای د لوستو ځواک درکړئ.
 
  • ژوند کې دِ خوښۍ لپاره سترو کارو ته اړتیا نشته خپلې وړې خوښۍ مو ولمانځئ  همدا ژوند دی ژوند ښکلی دی.