مقررۍ او ناچارۍ

وروستیو کې داسې یو حرکت شروع شوی،چې یوه ډله وايي،چې له خوست څخه ارګ ته د خوستیو کادرونو د مقررۍ لېست لیږل شوی؛ “خو اکثریت پکې وړ او  سنجیده خلک نه دي” دویمه ډله بیا لګیا ده؛ په ټولنیزو رسنیو د کدرونو د معرفۍ، وړتیاوو، او سنجیده ګۍ نعاري ډنګوي یوه بله دریمه ډله بیا وايي،چې حکومت زموږ لېسانس، ماسټر هغه او دغه نه مقرروي ناچاره دي بهرنیو اروپايي هېوادونو ته قاچاقي لاړ شي یا یې د تګ تابیاوې نیولي دي. 

زه له پورته دریو واړو ډلو سره مخالف یم لومړۍ دا،چې دا یوازې تشې اوازې دي،چې ګواکې ارګ ته لېست لیږل شوی که لیږل شوی هم وي ایا ارګ کومه ماشین خانه ده،چې هر بلا بتر یوازې د یوه لېست په توګه قبول کړي او که ارګ کوم د فرمایشاتو هوټل دی،چې د هرچا فرمایش په سر سترګو ومني ولې مو بې ځایه وخت پدې افواهاتو ضیاع کوی. 

دویمه ډله،چې د ټولنیزو رسنیو ترکرښې محدود خپل کدرونو ښکته پورته کوي پدې کدرونو په واقعیت رشخند وهي کدر به داسې وي،چې ټوله ورځ فېسبوک ته ناست وي خلکو ته په مسنجرو کې د خپل ځان معرفۍ ورلیږي،چې ما داسې توره کړې اول باید موږ کدر ځانته تعریف کړو،وا یې پیژنو،چې کدر یوازې دې ته نه وایي،چې یوازې دې ته ناست وي،چې کوم څوک یې په ټولنیزو رسنیو کې توصیف کوي کنه بلکې کدر د خپل برم د رښتیني زبات کېدو په لټه کې وي د خپل مسلک وړتیاوو په ذریعه فرصتونه ایجادوي، سیستمونه جوړوي، د خلک د ژوند د هوساینې سوژې وړاندې کوي، د خلکو روحیات ژوندي کوي؛ ایا تاسې پخپلو کدرونو کې دا اوصاف وینی ((نه)) پس وا یې ساتئ ژمی را روان دی. 

دریمه ډلې،چې کوم ساز پې نیولی مطلق بې منطقه او بې سوره ساز دی ځکه لېسانس ماسټر به داسې وي،چې یوازې دې ته یې اړولي وي،چې سمه دنده اعلان ته نه وي سپارل شوې (دی) سویانې، سوانح برابر وي او لیږل کوي پداسې حال کې،چې هغه سي، وي به هم کوم بل چا ورته ترتیب کړي وي. 

لېسانس به داسې وي،چې یوازې همدې ته ناست وي،چې ما خو ټل وهلی په اصطلاح پوهنتون مې ویلی اوس نو دولت مکلف دی،چې دنده راکړي کنه یا اروپا ته ځم یا ګېلې کوم، او یا ځان وژنم.  تو و خدای نو دا منطق شو. 

اول، هر هغه چا،چې په رښتیني مانا یې درس ویلای وي پخپل مسلک کې یې ځان رسولای وي هېڅ وخت نه بې دندې کیږي. 

دویم دا،چې وړتیا هېڅ وخت نه پټیږي خامخا ځان ښکاره کوي؛ دریم دا،چې ځوان، پوه، لېسانس او ماسټر ولې یوازې هرڅه تر دندې محدود کړي ایا بل هېڅ فرصت نشته؟ ایا هېڅ داسې مفکوره نشته،چې په اساس یې خپل ځان خو پریږده،چې یو لس نور هم درسره پې مقرر کړې!؟ 

خامخا شته خو ته باید پدې پوه شې،چې اصلا ما کې ظرفیت نشته کنه داسې دربدر او بې بندوباره ژوند مې ولاهي درلودلای وای. 

ځوانانو مه نهیلۍ کیږئ، مه دا خپل عزت تر پښو لاندې کوی، سالمې مبارزې ته کار وکړئ، منسجم شئ ترڅو،چې پخپلو مټو کار ونه کړو دِ د بنده بنده ګي پرینږدو پرمختګ څرک هم نه شو لیدلای پورته شئ، پخپلو وړتیاوو پانګونه وکړئ. 

راتلونکی ته پخپلو مټو د ور وړاندې کېدو جرئت پیدا کړئ.