ميندې او ماشومان: د کابل برچي دښتې د بې پولې ډاکټرانو روغتون دې بيا پرانېستل شي 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، تېره مياشت د کابل لوېدېځ دشت برچي سيمه کې د بې پولې ډاکټرانو پر سل بستريز روغتون ډله ييز بريد وشو، چې ۲۴ تنه په کې ووژل شول او ۲۰ نور په کې ټپيان شول. 

له ياد بريد څه وخت وروسته د بې پولې ډاکټرانو سازمان اعلان وکړ چې  د يوې ناڅرګندې مودي پوري به دغه روغتون تړل شوی وي. ياد بريد کې د يو څو ډاکټرانو په شمول، ډېری ماشومان او ميرمنې ووژل شوې. 

نن ورځ د برچي دښتې سيمې يو شمېر مېندو او ماشومانو د بې پولې ډاکټرانو له سازمان او افغان حکومت وغوښتل چې د برچي ملي سل بستريز روغتون بيا پرانېزي. 

دغه ميرمنو او ماشومانو، MSF we need your support, MSF please stay او ورته نورو شعارونو له بې پولې ډاکټرانو غوښتي چې خپل فعاليت بېرته شروع کړي. 

دغه کسانو خبرداری ورکړی چې که چېرې د برچي ملي سل بستريز روغتون بيا خپل فعاليت پيل نه کړي، نو د زېږون پر وخت به د برچي سيمې لسګونه مېندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي. 

د ځايي مسوولينو په وينا، چې په تېر کې هره ورځ تر پنځوسو ماشومان په دې زېږنتون کې نړۍ ته راتلل او سلو روغتياپالانو ياد روغتون کې دندې درلودې.