دا خبره تر ډیره رښتیا ده، چې ښاغلی اسحق ننګیال مینې، عاطفې، ورورۍ او د عدم تشدد فلسفې ته سلامي سړی و؛ ښاغلي ننګیال انسان وژنه نه غوښته، د وژنې سرسخت مخالف او د ژوند رښتینی ملاتړی و.
ننیګال له کرکې کرکجن، په مینې او محبت مست انسان و، تر ډېره پاچاخاني مفکورې ته قایل او د هغه پر لار، چې د خدای او رسول لار وه روران و.
د خان بابا دا خبره تر ډېره د ننګیال صاحب له فکر سره سمون خوري، چې
( زما مذهب رښتیا، مینه، محبت او د خدای ج د مخلوق خدمت دی. مذهب همېشه دنیا ته د اخوت او محبت پیغام راوړی دی. د کوموخلکو په زړونو کې چې د بني ادم د پاره رواداري، مینه او محبت نه وي او د کوم سړي په زړه کې چې نفرت، بغض، کینه وي، دا سړی له مذهب څخه ډېر لرې وي).
ښاغلی ننګیال د انسان له ظلم زړه توری، خفه او خورا زیات ګیله من و، دی دومره عاطفي شوی و، چې د مرغانو په وژنه هم لکه انسان وژنه غوندې خفه کېده او خپله عاطفه یې په دې الفاظو ښکاره کړې ده:
اې ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده چي دا سپیني مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرنو کي تنکي بچي
وموښي سینو کي ګلالي بچي
سپیني سرې مښوکي زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه ور وړه!
ننګیال د عدم تشدد لپاره د شعر په ژبه یو ښه مدافع او داعي و، نوموړي یادې فلسفې ته په نا اګاهانه شکل د شعر پر ژبه تبلیغ کاوه او د پاچا خان له دې غوره خبرې یې الهام اخیستی و:
(د عدم تشدد وسله تبیلغ دی او د تشدد وسله ټوپک دی. عدم تشدد په خلکو کې محبت او زړورتیا پیدا کوي او تشدد په خلکو کې نفرت، وېره او بزدلي پیدا کوي).
له پورته کره خبرې معلومېږي، چې د مرحوم اسحق ننګیال هر شعر د عدم تشدد لپاره روښانه تبلیغ دی او د ده هر شعر په خپل ځای د پاچا خان د فکر تمثیل او د هغه د فکر استازولي کوي.
دې ننګیالي انسان وسله نه پورته کوله، په نوم ژوندي شي ته یې احترام او درناوی کاوه او په سوال زاریو یې د بني ادم بچي ته د عاطفې ځولۍ خوروله او دا ډول یې سولې ته رابلل:
دا كلى مه ورانوئ!
دا كلى مه ورانوئ!
دا كلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه
يو كوچنى پروت دى
يو كوچنى ويده دى
او تر وړې لوپټې لاندې
په خوب وړو سترګو
د ناز په غېږه كې كوچني شينكي خوبونه و يني.
دا كلى مه وارنوئ!
دا كلى مه ورانوئ !
ګورئ چې هلته د هغو سپېرو كوډلو ځينې
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګيږې
سوزمن آواز راځي
او اميدوارې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا كلى مه ورانوئ!
دا كلي مه ورانوئ!
اصف بهاند لیکي:
(د اسحق ننګیال د ژوند لړۍ ته که یو ځغلند نظر وشي، له خوښیو نه د ویر تله په کې ډېره درنه ده، هم د سیاست په ډګر کې، هم په ټولنیزو مسایلو کې او هم د ده د شخصي ژوند په لوړو ژورو کې؛ خو په دې ټوله لړۍ کې د خوښۍ خبره دا ده، چې اسحق ننګیال دغه ټول ویرونه او غمونه، ډېرې لږ خوښۍ او دغه راز د ټولنیز ژوند ټول اړخونه په ژور ډول لوستي دي، پرې پوهېدلی دی، د خپل فکر او احساس په ژرنده کې یې چاڼ کړیدي، تللي یې دي، له ډېر درد سره یې مل کړي او په هنرمندانه ډول یې په ډېر لوړ انساني احساس سره، خپلو مخاطبینو او لوستونکو ته وړاندې کړې دي).
قدرمن اسحاق ننګیال، ۱۳۳۵ لمریز کال د لغمان ولایت مرکز اړوند د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی. پلار یې محمد یوسف نومیده.
د لغمان ولایت روښان لېسه یې لوستې، ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵لمریز کال پوری په کابل کې د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و او له فراغت څخه وروسته دهمدغې اکاډمۍ تدریسي غړی شو.
د څارندوی مجله کې یې ژورنالېستیک کارونه پیل کړل او ډیر کلونه یی ورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلته پوځي خبریال و او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دې ورځپاڼې د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت هم تر غاړې و.
ننګیال د یوې لنډې مودې لپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنې د ژوندون مجلې مسوول مدیرهم و، بیا د څه وخت لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعر او ادب د ادارې مسوول شو. په کابل کې د تنظیمي ادارې له سقوط څخه وروسته پیښور ته لاړ او هلته یې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو د تعلیمي خپرونو په پروژه کې کارپیل کړ، چې د ژوند تر پایه پورې په نوموړې اداره کې په خدمت بوخت و.
اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی، په خپل ادبي ژوند کې یې یو شمېر جايزې هم ګټلي دي. دا ننګیالی او عاطفي شاعر د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور د میاشتې په اتمه د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د درېدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې وفات شو؛ ارواښاد د لغمان مرکز اړوند په بسرام کلي کې خاورته و سپارل شو.
د ارواښاد اسحق ننګیال روح دې ښاد وي، پر ګور یې د انوارو باران او د ده برکت یې په کورنۍ نازل شه، ثم امین!!!
وروستي