د افغانستان د اوبو مدیریت 

اوبه هغه حیاتي منبع ده، چې انسانان پرته له اوبو څخه ژوند نه شي کولای. په نړیواله کچه د تیلو او نورو سون توکو څخه د اوبو ارزښت او قیمت لوړ دی.  تیل او ګاز بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري، په خلیج او عربي هېوادونو کې د نفتي توکو پر نسبت د اوبو قیمت لوړ دی. له اوبو څخه د څښاک، کرنې، برېښنا تولید او ځینو نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي. په نړۍ کې د څښاک وړ او خوږو اوبو زیرمې کمې دي. افغانستان چې د خوږو اوبو پراخه زیرمې لري او د نه مدیریت له امله ګاونډیو هېوادونو ته وړیا ډول بهیږي.

د افغانستان ۶۰ سلنه خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. افغانستان کابو ۸میلیون هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري، چې اوسمهال کابو نیمایي برخه یې په سنتي او پخواني شکل کرل کیږي او پاتې نوره ځمکه شاړه ده او اصلي لامل یې د اوبو نشتوالی ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د اوبو او برېښنا وزارت شمیرو له مخې افغانستان کابو ۷۵میلیارد متر مکعبه د اوبو زیرمې لري، چې ۷۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد په داخل کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

نړیواله کچه د اوبو في متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو ټاکل شوی دی. ایران خپلې اوبه د لویې نللیکې له لارې پر عراق پلوري. خو ایران له افغانستان د هلمند سیند اوبه چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي، په وړیا ډول ترلاسه کوي. کچیرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په یو ډالر پر ګاونډیو وپلوري، نو د کال به ۵۰ میلیاره ډالر عاید د اوبو پلورلو څخه ترلاسه کړو.

که د افغانستان پر اوبو بندونه جوړ شي، د ۲۲ میلیون کیلو واټه فی ساعت د برېښنا تولید ظرفیت لري. د افغانستان پر سیندونو د بندونو جوړولو سره هم اوبه مدیریت شي او همدارنګه د هېواد داخل کې به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي.

د ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر سیاسي شخړې، د اوبو مدیریت برخه کې متخصص انساني ځواک نشتوالی، پر اوبو د بندونو جوړولو ظرفیت او مالي امکاناتو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې افغانستان حکومت د خپلو اوبو مدیریت کې پاتې راغلی دی. خوشبختانه په دې وروستیو کلونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅې پيل کړې دي، چې خپلي اوبه مدیریت کړي او پر ځینو بندونو باندې کار پيل کړی دی.