د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د  اقتصادي اړیکواو همکاریو د پراختیا  نوی پړاو

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتیدلو سره حکومت د هېواد لوی ښارونه قرنطین کړل او له پاکستان سره ترانزیتي لارې )تورخم  او سپین بولدک( وتړل شوې، چې ورسره سم د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو او غنمو قیمتونه لوړل شول، له دې وروسته د محمد اشرف غني په مشري د حکومت رهبرۍ له قزاقستان څخه د ۷۰ زره ټنه غنمو پېرلو پریکړه وکړه، تر څو د غنمو اړتیا پوره او د غنمو نرخونو لوړیدلو مخنیوی وکړي. قزاقستان له ۲۰۰۲زکال راپدیخوا له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لري. دا چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په اقتصادي برخه کې کوم فرصتونه شتون لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې په کومه کچه کې دي ، په دې لیکنه کې به یادو پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.
 
افغانستان په وچې پورې تړلی هیواد دی او د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد لپاره د ګاونډیو هیوادونو له ترانزیت څخه استفاده کوي. افغانستان له پاکستان سره د اپتا تړون لاسلیک له مخې خپل سوداګریز توکي د پاکستان واګې، کراچې بندر او ګوادر له لارې هند او نورې نړۍ ته صادر او د اړتیا وړ توکې واردول. خو د هند او پاکستان ترینګلو اړیکو له امله د پاکستان له لوري افغانستان ته ستونزې رامنځته کېدلې او په دې وروستیو ورځو کې د کورنا ویروس خپرېدو له امله یې له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې. افغانستان هم مجبور شو، چې بدیله لار پیدا کړي او د پاکستان پرځای یې له قزاقستان څخه د غنمو واردات پیل کړل. د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په اقتصادي اړیکو برخه کې ښه فرصتونه شتون لري، چې ورسره به د دواړو هېوادونو سوداګري زیاته او اقتصادي اړیکې به پیاوړې شي.
 
لومړی دا چې قزاقستان د منځنۍ آسیا د بډایه هېوادونو له جملې څخه دی، چې د تېلو او ګازو لویې زیرمې لري او د غنمو لوی تولیدونکی هیواد دی او د کرني سکتور کې ښه تجربه لري، نو افغانستان کولای شي، چې خپل د اړتیا وړ غنم له قزاقستان څخه وپېري او همدارنګه د قزاقستان د کرنې برخه کې له تجربو څخه ګټه واخلي.
 
دويم دا چې افغانستان مستقیماً آزادو اوبو ته لار نه لري، صادرات او واردات د ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کوي، قزاقستان د افغانستان ترانزیت په مسیر کې موقیعت لري، چې د قزاقستان له لارې افغانستان کولای شي له چین، روسیې او تورې بحیرې سره ونښلول شي. چین چې پیاوړی اقتصادي ځواک دی او همدارنګه روسیه هم د افغاني وچو میوو او قیمتي ډبرو لپاره ښه مارکیټ لري، نو افغانستان کولای شي، چې د قزاقستان له لارې چین او روسیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.  افغان ولسمشر محمد اشرف غني هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې د هیوادونو د وصل په مرکز بدل شي او په دې برخه کې د اورګاډي پټلۍ، د انرژي شبکې، نوري فایبر، د واټونو جوړول او د ګازود نللیکو غځول مهم لومړیتوبونه دي.
 
افغانستان د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، جنوب ختیځې آسیا او د  اروپايي هیوادونو ترمنځ د تجارتي او ترانزیتي پله حیثیت لري د وریښمو لارې څخه په ګټې اخیستلو به د مرکزي آسیا او افغانستان ترمنځ مصنوعي پولې له منځه ولاړې شي او له هند څخه تر اورال غرونو پورې د سوداګریزو توکو لېږد به زیاد شي. د ولسمشر محمد اشرف غني د هڅو له امله افغانستان د قزاقستان له لارې وکولای شول، چې له چین او روسیې سره اقتصادي راکړه ورکړه پراخه کړي، د لومړي ځل لپاره له چین څخه ریل ګاډي ۸۴ کانتینره سوداګریز توکې افغانستان ته د قزاقستان او ازبکستان له لارې انتقال کړل دغه د اوسپنې پټلۍ له چین څخه تر افغانستان پورې ۷۰۰۰ کیلو متره واټن لري، چې له قزاقستان او ازبکستان څخه تیریږي او د بلخ ولایت تر حیرتانو بندر پورې ادامه لري.
 
درېیمه خبره داده، چې د افغانستان حکومت کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د کرنې، کانونو رایستلو او برېښنا تولید برخه کې زمینه برابره کړې ده، قزاقستاني پانګوال او شرکتونه هم کولای شي، چې یادو برخو کې پانګونه وکړي. دا چې افغانستان کې سویا، آفتاب پرست او پنبه ښه حاصلات ورکوي نو قزاقستان کولای شي، چې یادو کرنیزو حاصلاتو له دانو څخه په افغانستان کې غوړي تولید کړي.
 
څلورمه دا چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی او همدارنګه د قزاقستان غنمو، ګازو او نورو سوداګریزو توکو لپاره افغانستان یو مناسب او نږدې مارکیټ دی، چې له یوې خوا افغانستان د اړتیا وړ خوراکي او نور سوداګریز توکې آسانه توګه ترلاسه کولای شي د بلې خوا قزاقستان داسې مارکیټ ته لاره پیدا کوي، چې نږدې او سوداګریزو توکو لېږد آسانه دي.
 
د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پياوړې شوي دي او په ۲۰۱۵ زکال کې د ۳۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت غنم او غذایي توکې له قزاقستان څخه افغانستان ته وارد شوي دي او د یادولو وړ ده چې د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه او قالینې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرې شوې دي. په ۲۰۱۷زکال افغانستان له قزاقستان څخه ۷۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت ګاز، غنم او نور توکي وارد کړي او مقابل کې یې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې، قالینې، قره قل، وچه او تازه میوه قزاقستان ته صادر کړي دي، همدارنګه په ۲۰۱۸زکال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه ۷۸۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه.
 
په دې وروستیو کلونو کې افغانستان د غذایی توکو د پېرلو پر بازار باندې تبدیل شوی او د منځنۍ آسیا هیوادونو پاملرنه یې ځان ته جلب کړې ده. د افغانستان د وګړو شمېر کابو ۳۵ میلیونه تنو ته رسیږي او د ژوند لومړني مصرفي توکو ته ډیره اړتیا لري، د قزاقستان د غنمو خرڅلاو لپاره د افغانستان په بازارونو کې علاقمندي زیاته شوې ده، اوسمهال ۴۴ قزاقستاني شرکتونو د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه کړې ده. همدارنګه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له قزاقستان سره د ۶۰۰ زره ټنو غنمو اخېستلو قرارداد لاسلیک کړی وو.
 
د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او ټولنیزې اړیکې پراخې شوې دي. د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ۱۳۹۵ لمریز کال د حمل میاشتې پر ۱۱مه نېټه په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه او د قزاقستان په آلماتا ښار کې د افغانستان د سوداګرو ټولنه پرانېستل شوه.
 
د یاودنې وړ ده چې قزاقستان د ۲۰۰۲ زکال راهیسې ۲۰ میلیونه ډالر د قانوني بنسټونو پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره مرسته کړې ده او د ۱۰۰۰ تنه افغان محصلینو زده کړو لپاره یې ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې یو شمېر یې په قزاقستان کې په زده کړه بوخت دي. همدارنګه قزاقستان د تالقان کندز ترمنځ شیرخان بندر سړک بیا رغولو، سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د یوه ښونځي ودانۍ جوړول، د بامیانو ولایت په وارث ولسوالۍ کې روغتون جوړول، د غنمو او غذایي توکو زیرمو په شمول له افغانستان سره ډیرې مرستې کړې دي.
 
په دې وروستیو ورځو کې چې د کرونا ویروس له امله د افغانستان لوی ښارونه قرنطین دي، د محمد اشرف غني په مشری د حکومت رهبرۍ د ۱۳۹۹هـ ش کال ثور په لومړۍ نېټه فیصله وکړه چې له قزاقستان څخه به ۷۰ زره ټنه غنم وپېري، همدارنګه د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومی رییس شاکر کارګر په وینا قزاقستان آماده ده چې ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پر افغانستان وپلوري.
 
په پایله کې ویلی شو، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي محوره اړیکې شتون لري او ورځ تر بلې پراختیا په حال کې دي، همدارنګه قزاقستان د افغانستان لپاره د پاکستان پر ځای د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د غنمو واردولو لپاره ارزانه او ښه بدیل دی، چې د غنمو او نورو سوداګریزو توکو پېرلو سره به د افغانستان اړتیاوې پوره شي.
 
د لېکوال په اړه:
څېړندوی رحمت الله همت؛ دافغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړی