خبرې يې رسنيزې شوې نه دي؛ مايک پمپيو او  یانک جیچي د تړلو دروازو تر شا شپږ ساعته ناسته کړې 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او چينايي دپلماټ  یانک جیچي د تړلو دروازو تر شا، د متحدو ايالتو په هاوایي کې سره ناسته کړې ده، د شوې ناستې جزئيات رسنيز شوي نه دي. 

د امريکا متحدو ايالتو او چين بهرنيو چارو وزارتونو د شوې ډپلماټيکې ناستې پخلی کړی او ويلي دي چې ياده ناسته کې د چين او امريکا پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې - اترې شوې دي. دا په تېر يو کال کې د امريکايي او چينايي لوړپوړو ډپلماټانو لومړۍ ناسته بلل کيږي. 

په دې وروستيو کې د چين او امريکا ترمنځ،  سوداګري، د چین د اویغور مسلمان لږکيو د حقونو او د کروناویروس د په اړه د مالوماتو شريک کول هغه مسايل دي، چې د يادو دوه هېوادونو اړيکې يې سره کړکېچنې کړې دي. 

د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر چين نيوکه کوي چې  د کرونا ويروس په خپرېدو سره يې نړۍ پر وخت خبره نه کړه او په دې برخه کې يې اړين مالومات پټ ساتلي  دي. اوس هڅې روانې دي چې د متحدو ايالتو او چين ترمنځ ترېنګلی وضعيت د سياسي او ډپلماټيکو لارو ښه او اړيکې يې سره نېږدې شي.