د وخت انتقام

عجیب وخت شو یو ملا بل ملا وژني
هغه هم يي خاص د خدای په رضا وژني

د مسجد، محراب، ممبر ویجاړي څه کړې
چې ملا او مقتدي په بیا بیا وژني

چې پرون يي د لمانځه په سر وژل کړل
نن لمونځغاړې په لمانځه په دعا وژني

د تقوا او پارسايۍ دعوه يي هیڅ ده
چې په لویلاس متقي او پارسا وژني

د خلاصون لاره مشکله راته ښکاري
چې نن تا باندې ما وژني بیا تا وژني

دین د څو فرقو ترمنځ یوه جګړه شوه
نن به دی او دی به هغه سبا وژني

زموږ ملک په یو داسې بلا واوښت
چې ناشنا خلک پاڅیږي اشنا وژني
ځیني وايي مکړه، پریږده، بده نه ده
چې بهر بلا د کلي بلا وژني

مذهبي جنون ته بله دوا نشته
نو يي ځکه د مذهب په دوا وژني

نه له خپل نه د پردي ملا نه خیر شته
دې کې خیر دی چې یو بل په رڼا وژني

حیراني ده د وخت داسې انتقام ته
چې مجرم سړی په کړې ګنا وژني