خوست کې غلام بندر درې ورځې وروسته پرانېستل کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د خوست ولايتي چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ په دوه نۍ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ خوست کې غلام بندر پرانېستل شي. د خوست د والي وياند رسنيو ته ويلي دي یچې خوست والي په دې اړه له ولسمشر سره خبرې کړي. 

د خوست د والي وياند په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "ولسمشر غني د خوست له والي محمدحلیم فدايي سره د ټېلیفوني اړیکې پرمهال ویلي چې خوستوالو ته ډاډ ورکړه چې د غلام خان بندر به پنځه ورځې وروسته خلاصېږي او دوه اړخیزه سوداګري به له دې لارې پیلېږي."

غلام بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ لپاره اسانه او لنډه لار شمېرل کيږي چې خوستي ولسونه يې پر ټرانزېټ ټېنګار کوي.