د  جمهوریت روغتون په انكولوژي ديپارتمنت کې فساد اوج ته رسېدلی دی

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د جمهوریت روغتون په انكولوژي ديپارتمنت (کنسر) برخه کې اداري فساد اوج ته رسېدلی دی. سرچینې وایي، چې په دې روغتون کې د سرطان مرکز هسې تش په نوم دی او تر اوسه پور یې د پام وړ کار نه دی کړی. په افغانستان کې هر کال ګڼ شمېر نارینه او ښځینه د سرطان ناروغۍ له کبله مري. که څه هم چې د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطان څانګه موجوده ده، خو هغسې چې لازمه ده هېواد والو ته یې خدمت نه دی کړی، بلکې فساد پکې اوج ته رسېدلی دی. 

ددغه څانګې مراجعین وایي، چې یاد دیپارتمنت له درملتونونو سره هم لاس لري او کمېشن ترې اخلي. اوس تازه د انكولوژي ديپارتمنت لپاره ځینې وسایل اخیستل شوي، چې قېمت یې ډېر لوړ ښودل شوی دی او پیسو اخیستو ته یې پکې زمینه برابره کړې ده. داسې هم ویل کېږي، چې لېستونو کې موجود وسایل ځینې یې ان اخیستل شوي هم نه دي، تش په نوم لیکل شوي او پیسې یې ګوړې ګازرې شوې دي. 

په هغه اسنادونو کې چې خپاره شوي، ښکاري چې یو، یو پريجكتور او د اندسكوپي ماشین له اصلي قېمت څخه په ډېره لوړه بیه حساب شوي دي. ددې پروژې امر عبدالله میهن، په بې مورده بهرنیو سفرونو باندې هم تورن دي، چې د همدې پروژې په پیسو باندې یې کړې دي او کومه ځانګړې موخه یې نه درلوده، چې دغه څه هم په اداري فساد کې راتللی شي. ددې تر څنګ نوموړي په ادارې برخه کې داسې خپل خپلوان په دندو ګمارلي، چې تحصیلي اسناد نه لري او یوازې چوکۍ یې ور باندې ډکې کړې دي.