روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، ولسي جرګې بهرنيو او کډوالو چارو وزيران تېره ورځ په دې پار ولسي جرګې ته غوښتي وو چې ايران کې د افغان کډوالو سره د شته وضعيت په اړه سپيناوی ورکړي.
د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون په راپور کې ويل شوي دي، چې ايراني پوله ساتو ځواکونو له خوا سيند ته د غورځول شويو افغانانو له ډلې ۱۳ تنه تر اوسه ورک دي، ۱۸ جسدونه موندل شوي او ۱۹ ژغورل شوي دي.
د ولسي جرګې بهرنيو اړيکو کمېسيون پر بهرنيو چارو وزارت نيوکه کړې چې افغانستان کې يې د افغان کډوالو د ژوند او وضعيت په اړه جدي پاملرنه نه ده کړې او سيند ته د غورځول شوي کډوالو موضوع يي نه ده تعقيب کړې.
ولسي جرګې له بهرنيو او کډوالو چارو وزيران وغوښتل چې ايران کې د وژل شوي افغانانو موضوع بايد په جدي ډول وپلټل شي او تر سره کوونکي دې يې د نړيوالو قوانينو اړوند په سزا ورسيږي.
وروستي