په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمیټې فعالیتونه د کویډ-۱۹ په وړاندې په بشپړه توګه پلي کیږي

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ځايي خلکو د هیلو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د خپلو روغتیايي خدمتونو او مرستو په وړاندې کولو بشپړ کنټرول لري، که څه هم د افغانستان په نورو برخو کې د کویډ-۱۹ په وړاندې د مبارزې په لړ کې په روغتیايي آسانتیاوو او خدمتونو کې کمښت را منځته شوی دی.

په میدان وردګ ولایت کې صحتمندي پروژه د ۶۵۰،۰۰۰ څخه ډیرو وګړو ته په ۲۰۰۰ کلیو کې د کویډ-۱۹ مرکز په شمول د ۷۸ روغتیايي مرکزونو له لارې روغتیايي خدمتونه ترسره کوي.
په میدان ښار ولایتي روغتون کې له ۱۳۰ څخه زیات روغتیايي کارکوونکي خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، دغه روغتون د روغتیايي خدمتونو څلور اساسي څانګې لري چې عبارت دي له:  عمومي جراحي، عمومي داخله، د ماشومانو او د نسايي ولادي څانګې.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي رئیس ښاغلي ډانیال مډهاني د وردګ سیمه ایز اداري دفتر او د میدان ښار ولایتي روغتون څخه له نږدې لیدنه کتنه ترسره کړه، نوموړي د سویډن کمیټې د کارکوونکو څخه د دوی د قوي عزم او فداکارۍ په هکله د مننې کولو په لړ کې وویل: "وردګ ولایت یو په لوړه کچه په شخړو کې ښکیله ساحه ده،  او موږ غواړو د خپلو هر اړخیزو پلانونو له مخې دا خبره یقیني کړو چې هغه خلک چې لاسرسی ورته سخت دی او په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، دوی به د سویډن کمیټې له خوا د کویډ-۱۹ په وړاندې د مبارزې آسانتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی ولري. زما همکاران چې په لومړۍ کرښه کې کار کوي خپله انګیزه، ځواک، لوړ مورال یې څرګند کړل، او دا چې دوی د "موږ به پاتې کیږو او کار به کوو تګلاره یې خپله کړه"، دا هغه څه دي چې پخوا زما په تجربه کې نه دي ترسره شوي. زه ترې اغیزمن یم او په دوی ټولو ویاړم".

د روغتیايي ورځنیو خدمتونو په وړاندې کولو سربیره، دغه روغتون د هغو خلکو لپاره چې د کورونا (کویډ-۱۹) نښې ولري، جلا مرکز لري. دغه ګوښی مرکز ۲۵ بسترونه د کورونا د مشکوکو او مثبتو ناروغانو لپاره لري. دغه مرکز کې له ۵۰ تنو زیات کارکوونکي کار کوي چې په اداري، ملاتړو او روغتیايي کارکوونکو ویشل شوي، چې دوی د اونۍ د هرې ورځې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي. شپږ د چټک غبرګون ټیمونه چې د ولایت په شپږو ولسوالیو کې کار کوي، د عامه پوهاوي لوړولو، د پېښو د ثبتولو، او د مشکوکو کسانو د څارنې فعالیتونه ترسره کوي.

سربیره پر دې، د روغتون د خدمتونو په هکله ښاغلي ډانیال وویل: "زما د سفر په لړ کې جوته شوه چې موږ د خپلو کارکوونکو او مراجعینو د خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ او ممکن معیارونه په نظر کې نیولي. زموږ ورځني فعالیتونه لکه جراحي، لابراتوار، عمومي داخله، جدي مراقبت، د ماشومانو، نسايي او ولادي خدمتونه په بشپړه توګه د ملاتړو کارکوونکو د سیسټم پربنسټ ترسره کیږي. په ورځنۍ کچه له ۵۰۰- ۶۰۰ ناروغان کتل کیږي، د ۴- ۶ ستر جراحي عملیاتونه ترسره کیږي، او د ۱۰ – ۱۲ د ماشومانو زیږون ترسره کیږي" .