کله چې له چا سره مرسته وکړم، د ډیرې خوښۍ احساس کوم! 

 محمد ګل حیدري چې ۴۳ کلن دی، د وردګو د جغتو ولسوالۍ کې د عبدالرحیم باباخیل کلي اوسیدونکی دی. دی او میرمن یې له تیرو دوو کلونو را په دې خوا په رضاکارانه ډول د ټولنې روغتیايي کارکوونکي په توګه د خلکو خدمت کوي. نوموړی وايي: "د ټولنې په خدمت کې د آرامۍ او خوښۍ احساس کوم. ځکه زموږ خلک ډیر بې وزلي دي. له سویډن کمیټې څخه مننه چې موږ یې د خلکو د خدمت جوګه ګرځولي یو."

ددې پوښتنې په هکله چې دوی خلکو ته کوم ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، ښاغلی حیدري وايي: "موږ په معمول ډول د دغو ناروغیو لکه توبرکلوز، ایچ آی وي ایډز، نس ناستي، ملاریا، سینه بغل او نورو ناروغیو په هکله کلیوالي خلکو ته پوهاوی ورکوو، ددغو ناروغیو نښې نښانې ورته څرګندوو، او که څوک په کومه ناروغۍ اخته وي، بیا یې د جغتو ولسوالۍ کلنیک ته ور پیژنو. دغه راز موږ د مور او ماشوم د واکسین کولو په هکله هم خلک هڅوو چې په خپل وخت واکسین واخلي."

محمد ګل حیدري د تیر کال په اوږدو کې د خدمت یوې بیلګې ته اشاره کوي وايي: "زموږ په کلي کې د یوې شپږ کلنې نجلۍ پښه وسوځیده. پلار یې یو بې وزله سړی و، نجلۍ یې غزني ته د علاج لپاره بیولې وه، چې هلته بیا یوه شخصي ډاکټر ورته ویلي وو چې د لور د پښې یې باید جراحي عملیات ترسره شي، ځکه ټپ یې ژور دی او باید سمه تداوي شي. ټولې نهه زره افغانۍ لګښت ورباندې راځي. دا کلیوال بیرته کلي راغی او ما هم د خپلو شته امکاناتو له مخې د هغې ټپ پټۍ کړ. چې د خدای فضل و له همدې پټۍ سره د نجلۍ پښه جوړه شوه.  کله چې زه دغه پیښه را یادوم نو د ډیرې خوښۍ احساس کوم چې خپل یوه بیچاره کلیوال سره مې مرسته کړې ده او له بې ځایه لګښت څخه مې ژغورلی دی".

په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمیټې د صحت پروژې رئیس ښاغلي ډاکټر حفیظ الله ملنګ د روغتیايي کارکوونکو په هکله وايي: "د ټولنې روغتیايي کارکوونکي په رښتونې توګه د خدمت جذبه لري، باید قدر یې وشي او نور هم د دغه خدايي او په رضاکارانه توګه د خلکو خدمت ته باید وهڅول شي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په میدان وردګ ولایت کې ټول ۶۹۲ تنه د ټولنې روغتیايي رضاکار کارکوونکی لري چې خلکو ته شپه او ورځ وړیا خدمتونه وړاندې کوي، او موږ د دوی په خدمتونو ویاړو".