د حقوقي بنسټونو له مخې د هېوادونو اړېکې په دوه ډوله چې يو يې دوه اړخيزه ځانګړي حقونه او بل ډول يې نړېوال حقونه ټاکل شوي. د کډوالو د حقونو څخه د ملاتړ او خونديتوب مسله په دغه بحث کې شامله ده هغه هم په داسې حال کې که چېرې د کډوالۍ حقونو د کنوانسيون هېوادونه چې په کال ۱۹۵۱ کې ېې په جينوا کې تړون کړی بايد په دې اړه يي ١٩٦٧پروتوکول لاسليک کړی وي. تر دې دمه د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو دغه کنوانسيون او ورسره مل پرتوکول لاسليک کړی چې ايران او افغانستان هم ددې هېوادونوپه نوملړ کې شامل دي.
په کوربه هېواد کې د بې ځايه شوېو خلکو مسؤليت:
بې ځايه شوی يا کډوال هغه چا ته ويل کېږي چې په رسمي ډول خپل د پام وړ هېواد اړونده چارواکو څخه د پناه اخېستلو په اړه غوښتنه وکړي او په دغه هېواد کې خپل شتون څرګند کړي، هغه څوک چې له دې مرحلو څخه نه وي تېرشوی، د کډوالۍ د کنوانسيون د شرايطو له مخې پناه غوښتونکی نه ګڼل کېږي. همدارنګه بې ځايه شوي یا پناه غوښتونکي خلک بايد د کوربه هېواد قوانين او مقررات په پام کې ونېسي او په داسې کړنو کې ښکېل نشي کوم چې د عامه نظم ساتلو د ګډوډۍ او اندېښنې سبب ګرځي.
د پناه غوښتونکو پر وړاندې د هېوادونو مسؤليت:
دولتونه مسؤل دي تر څو د پناه غوښتونکو لپاره د هغوی لومړني بشري حقونه چمتو کړي که غير دموکراتيک دولتونه د کوم توپيرې چلند او يا هم د کډوالۍ قانون ته د نه ژمنتيا له کبله د بې ځايه شويو وګړو حقونو ته درناوی و نلري نو ښکاره ده چې هغه مهال به پناه غوښتونکي هرومرو د بشري حقونو د سرغړونی سره مخ شي.
د جنېوا د کنوانسيون له مخې بې ځايه شوی شخص هغه څوک دی چې له هېواد او يا له خپل هستوګنځي څخه بهر مېشت وي او د دې لپاره په وېره کې وې چې ګواکې د نژاد، مذهب (دين)، مليت، سياسي افکارو او يا د کومې ټولنې د غړېتوب په تړاو د څارلاندې دی او د خپل هېواد له ملاتړ څخه بې برخې پاتې شوی. هغه خلک چې د پورتني لاملونو له مخې د څار لاندې وي، بې ځايه شوېو په نامه پېژندل کېږي.
د انسان قاچاق:
انساني قاچاق يوه نړيواله پديده ده چې يو نړېوال جرم بلل کېږي او ډېر شمېر هېوادونه له دې خطرناکې پديدې پر وړاندې په مبارزه بوښت دي.
انساني قاچاق د يادوشويو موخو لپاره ترسره کېږي : الف: کار، ب: جنسي ګټه اخېستنه، ج: غلامي چې دا ټولې ناوړه کړنې او نړيوال جرمونه دي، دا يو ستونزمن کار دی ترڅو ثابت کړای شي چې څوک کډوال دی او د انساني قاچاق قرباني نه دی.
د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو او په تهران کې د افغانستان سفارت په خپلو خبرو کې ويلي چې په يزد ښارکې وژل شوي کسان د انساني قاچاق وړونکو ښکار شوي وو.
دا يو ترېخ حقيقت دی چې ډېر شمېر پناه غوښتونکي افغانان چې د کار په لټه کې وي، ايران ته د قاچاق په ډول وړل کېږي، له همدې امله ايرانې کارګران دوی د لږ مزد په بدل کې په کار ګماري او د هغوی د کار حقونه په سمه توګه نه ورکوي. همدارنګه دوی کوم قانوني اسناد هم په لاس نه لري تر څو اړونده مرجع څخه د خپلو حقوقو په اړه رسمي غوښتنه وکړي .
د عامه نظم د ځواکونو مکلفيتونه:
پوليس او پوله ساتونکي د هېوادونو د عامه نظم ځواکونه دي او د خپل هېواد د قوانينو په پلی کولو باندې مکلف دي. په نړۍ کې هر چېرې چې د عامه نظم ساتونکي د تم کولو يا ودرولو امر وکړي بايد چې ومنل شي ، په ځېنو هېوادونو کې که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي بيا نو دوی د ډزو کولو حق لري لکه څنګه چې د ايران د يزد ښار پوليس د حق په توګه ادعا کوي ، د دوې پخپله وينا هغه موټر چې افغانان پکې سپاره وو د دوی لخوا په نښه شوی چې په پاېله کې موټرسوځېدلی او له امله يې په دغه پېښه کې څوتنو افغانانو او يو تن ايرانې موټر چلونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
کډوال او د هغوی حقوق:
له هغه هېوادونو څخه چې حتی د خپلو اتباعو حقونه هم په رسميت نه پېژني او هغوی د يو ناورين په لوري بيايې ، دا تمه نه کېږي چې دوی به د پناه غوښتونکو لومړني حقونه پرځای کړي. په داسې حال کې چې مليونونو افغانانو ته د پناه ورکولو لپاره د ايران په ګډون د ګاونډېو هېوادنو څخه قدردانی کېږي، ولې له دې هېوادنو څخه هېڅ يو يې هم د جېنوا د۱۹۵۱ کنوانسيون د احکامو سر سم د کډوالو حقونه نه دي پرځای کړي. پا کستان او ايران هېوادنو تر پنځو ملېونو زياتو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی. په تېرو کلونو کې پاکستان د لومړنېو حقونو په پام کې نېولو سره د بې ځايه شوېو کډوالو د زده کړی او کار به برخه کې په ډېره ښه توګه چلند کړی چې وروسته له۲۰۰۱ کال څخه د ايران اسلامي جمهوريت هم په دې برخه کې يو لړ اصلاحات رامنځته کړي چې په دې کار سره يې اوس د کډوالو ماشومان زده کړې او کار ته د لاسرسي حق لري.
د اففان کډوالو په پروړاندې د ګاونډېو هېوادنو د چلند څرنګوالې (د ضعف او قوت ټکي):
پاکستان: د جګړې يا کوم بل لامل له مخې په مليونونو بې ځايه شوي وګړو منل او پناه ورکول یوه بشر دوستانه کړنه ده. د پاکستان هېواد، پرته له کوم توپيرې چلنده ټولو کډوالو ته د کار، کسب، زده کړو او د ښوونېزو مرکزونو د جوړولو حق ورکړی. د جهاد او کډوالۍ په برخه کې د پاکستان د ملاتړ موخه لاس وهنه وه، چې وروسته بيا ډېرو جهادي مشرانو په ځانګړي ډول هغو کسانو چې د شهيد استاذ رباني په حکومت کې يې ګډون درلود په دې اړه خپل مخالفت وښود او د دې هېواد له سېمه اېېزو سيالانو سره يې اړېکې ټېنګې کړې. د کډوالو ماشومانو څخه د يوې وسېلې په توګه کاراخېستل ، بنسټپالنې او ترهګرو سره د يوځای کېدو لپاره د هغوی هڅونه د پاکستان حکومت ښکاره کړنې دي چې دا کار يې يو نړيوال جرم دی، پاکستان دغه کړنو ته د تېر په څېر دوام ورکوي، ترهګرو او طالب مشرانو لپاره سرپنا ه برابر وي او د کډوالو ماشومان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي . د کډوالو سره په معاملې کې د پاکستان د پولېسو فساد او بډې اخېستنه د دې هېواد لپاره لويه رسوايې او بدنامې ده.
ايران: د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا د ملېونونو بې ځايه شوو خلکو منل يوه بشردوستانه او د ستاېنې وړ کړنه ده . په تېرو کلنو کې د ( ۲۰۰۱) څخه را په دېخوا کډوالو خپلو لومړنېو حقوقو ته چې له هغې جملې څخه د کار او زده کړو حق و لاسرسی نه درلود ،کېدای شي چې په دې برخه کې د اېران حکومت ځېنو ځانګړو کورنېو ته د يو ډول اړېکو له مخې استثناوې درلودې.
په وروستېو کلنو کې د ايران حکومت کډوالو ته د کار او زده کړې حق ورکړی چې يو بشردوستانه عمل دی.
د ګاونډېو هېوادونو په وړاندې د ايران د حکومت سياسي تګلاره تل دوه اړخيزه ده . د بن د پروسې لپاره د دغه هېواد ملاتړ او په مشهد او زاهدان کې د طالبانو د دفترونو پرانستل ، د افغانستان په اړه د دې دوه اړخيزه سياست يوه بېلګه ده.
د زياتو تاريخي او کلتوري ګډو اړېکو له امله د افغانستان خلک ډېره تمه لري ترڅو ایران دې مشترکاتو ته په کتنې سره د دواړو ملتونو ګټې او اړېکې په پام کې ونېسئ.
د ايران د اسلامي جمهوريت اوسنی رژيم په افغانستان کې خپلې لنډ مهاله ګټې پلې کوي چې په دې کارسره يې د افغانستان اوسېمې په اړه د ولايت فقيه حکومت بهرنی سياست باندې نېوکه کېږي
تاجکستان: کلونه وروسته له ۱۹۹۶ راهېسې يو شمېر افغانان د تاجکستان هېواد ته کډوال شوي، د تاجکستان حکومت د کډوالو لومړني حقوق پرځای کړي چې د زدکړې او کار په برخه کې دهغوی لاس نېوی کړی ، ولې د غربت له امله دا هېواد نشي کولی د کډوالو لګښتونه ومني.
همدارنګه د رسنېو له لارې د کډوالو او بهرنېو اتباعو سره د پوليسو د چلند په اړه شکاېتونه هم خپاره شوي.
په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال خپل ځانګړي ښوونځي او ښوونېز مرکزونه لري چې په ورته وخت کې ټول کډوال حق لري د تاجکستان ښوونځېو او پوهنتونونو ته لاړ شي، په دې وروستېو کلونو کې دا هېواد افغان وګړو او کډوالو ته د زده کړو بورسونه ورکوي. شا وخوا يو زر او څو سوه افغان کورنۍ دا مهال په تاجکستان کې کډوال دي.
د جنېوا د کنوانسيون له مخې د کډوالو حقونه:
الف: د کډوالو د نه ايستلو حق، د ځانګړو پرېکړو او شراېطو پرته (۳۲ ماده)
ب: د کنوانسېون لاسليک کوونکوهېوادنو ته په غير قانونې توګه د ورتګ لپاره د نه مجازات کولو حق (۳۱ ماده)
ج: د کار حق (۱۷ تر ۱۹ ماده)
د: د سر پناه حق (۲۱ ماده)
ذ: د زده کړې حق (۲۲ ماده)
ر: د عامه امکاناتو او مرستې څخه د ګټې اخېستنې حق (۲۳ماده)
ز: د دين د ازادۍ حق (۴ ماده)
ص: محکمې ته د لاسرسي حق (۱۶ماده)
ض: د کوربه هېواد په خاوره کې د ازاد اوسېدلو حق (۲۶ ماده)
ع: د پېژندنې (هويت) سند او د سفر د اسنادو درلودو حق (۲۷ تر ۲۸ ماده)
د بشر مصونيت / سلامتيا او وقار په ټولو هغو هېوادونوکې چې په دموکراسۍ باورلري خوندی دی، د انساني کرامت درناوی او ساتنه د دولتونو دنده ده.
د افکارو ازادې، د انسانانو مساوات / برابرۍ، شخصې ازادۍ او د بېان ازادۍ ته هم د نړۍ په لېبرال دموکراتو هېوادنو کې درناوی کېږي
احساساتي کړنو په اړه بحث:
په ټولنېزو رسنېو، تلوېزونونو او په هېواد کې دننه او بهر د خپلو همکارانو مطبوعاتي بحثونه او غبرګونونه د اصولو سره سم نه بلکه ډېر احساساتي دي. د بېلګې په توګه : که چېرې د يو بهرني هېواد وګړي زمونږ هېواد ته را شي او زمونږ امنېتي ځواکونه د هغوې د سپرلۍ موټر ته د درېدلو امر وکړي او هغوې بيا له دغه امر څخه سرغړونه وکړي نو په دې اړه به غبرګون څه وي؟
داسې انګېرل کېږې چې په داسې وخت کې به دوی نه يوازې د موټر ټايرونو ته بلکه ټول موټر ته اور ورته کړي. که چېرې موټر درول شوې او ايراني امنېتي ځواکونو د سپرلۍ سره غير انساني چلند کړی وای ، نو بيا به هغه وخت غبرګون سم و.
پایله:
د مهاجرینو او بشري قضیو سره معاملې په مستقیم ډول د هیوادونو ظرفیت پورې اړه لري چې نړیوال قانون ته غاړه کیږدي. هغه هیوادونه لکه د ایران اسلامي جمهوریت ، چې ډیموکراسۍ او ګ. ژور سیاست ته غاړه نه ږدي او کلونه کلونه یې د اپوزیسیون مشران پرته له محاکمې څخه په بند کې ساتلي ، باید د مهاجرینو حقونو ته سل په سلو کې پابندۍ تمه ونه شي. په تهران کې د ایران حکومت او د افغانستان سفارت دوی ته د کډوالۍ په بحث کې د یزد د پيښې قربانیانو ته د کډوال او بی ځایه شوې کسانو په حیث نه بلکه هغوی ته د انساني قاچاق قربانيان وایې.
که د افغانستان اتباع راغلل او اعلان یې وکړ چې دوی پناه غوښتونکي دي ، نو بحث به توپیر ولري. په عام ډول ، هیڅ څوک د داسې سیستم څخه د ډیر تمه نشي کولی چې د لاریونونو له امله یې په سلګونو اتباع وژني. موږ په تهران کې د اسلامي جمهوريت او افغان سفارت له چارواکو تمه کوو چې په ورته قضیو کې اخلاقي معلومات چمتو کړي.
ایراني او افغان چارواکو ته زما وړاندیز دا دی چې د مهاجرینو کارګرانو مسله قانوني کړي تر څو کارګران د قاچاق له لارې ایران ته نه شي اړولای.افغانستان کارګران لري او ایران صادق او ارزانه کار ته اړتیا لري. هغه د مخدره توکو غوړ هم جوړوي.
_______________
له حقوقي پلوه په ايران کې د افغان کدډوالو مړينه
داکتر عزیز احمد بارز
آکسفورد - بریتانیا
ژبارونكي: نعمت الله جليلي كامه وال
وروستي