د مور کلمه مونږ هغه چاته کار وو، چې (۹-۸) مياشتې ماشوم ته د وجود وينه ورکوي او په ډېرو کړاونو، ستونزو او پاملرنې سره يې نړۍ ته راوړي.
د طبابت له نظره د زيږېدنې درد له هغه کس سره ورته کړئ چې په آخره درجه د اور وسوځېږي او بېرته روغ شي. انګېرل يې هم ستونزمن دي، ځکه چې آخري درجه د سوځېدلو تر هډوکو پورې ښکاري او د ځان غوښې ټولې سوځي.
خو له بدمرغه نن ورځ په انساني نړۍ کې هر څه د شعار تر بريده راغلي دي. د مور ارزښت، مقام او درناوی هم شعاري بڼه اخېستې ده.
اسلام هر څه ته تر خپل حد او ارزښت ورکړى، همدارنګه مورته هم يو ډېر اوچت مقام ورکړى دی. په حديث شريف کې فرمايې: ( د مور دعا د منع شوي پوړ څخه ها خوا تېرېږي) مشکوة الانوار.272
همدارنګه په يوبل حديث شريف کې رسول الله (ص) فرمايې: (هغه څوک چې د خپلې مور پښې مچې کړي، داسې ده لکه د الله خونه يې مچې کړې وي.) ګنجينه جواهر
داسې ډېر آيتونه او حديثونه شتون لري، چې د مور د درناوي په اړه ذکر شوي دي، خو خبره دلته ده چې آيا مونږ په خپل ورځني ژوند کې دا کړنې پلې کوو؟
تر څو چې يوه جينۍ، يوه ښځه، يوه خور، يوه ترور او يو ښځينه جنس د مور نوم وانه خلې، ولې ورته درناوی نه کېږي!؟
آيا د نن ورځې خور او د نن ورځې ښځه د سبا مور نده!؟
نن په هر ځاى کې هماغه ښځې ته که د خپلې خوينې وي که د بل، ولې د هوس په سترګه کتل کېږي؟
هغه مور چې ته يې نن ورځ درناوی کوې هغه هم يو ښځه دى، هغه که پردۍ هم ده، خو د چا خور او د چا مور ده. مور په ټولو کې ښځه ده، مور ته له پيداښت نه تر مور کېدو درناوی ولره نه يوازې چې مور شي، سر يې سپين شي، نو بيا د درناوي وړ هم شي.
مور مه رټه! مور مه ژړوه! د مور ورځ هره ورځ، هره دقيقه، هره ثانيه ده، نه يوازې يوه ورځ!
مور ته ورځنی آرامښت وربښل هغې ته جامې دي!
د هغې زړه ساتل هغې ته ګلان دي!
وروستي