چين ته د هند خبرداری: که سوله کوې او که جګړه، مونږ دواړو ته چمتو يو 

روهي (څلورنۍ/۲۸ د غبرګولي)، په دې وروستيو کې د چين او هندوستان ترمنځ پر ګډې پولې کړکېچ زيات شوی او پوځي تاوتريخوالی رامنځ ته شوی دی. هندوستان وايي چې په تازه نښته کې يې درې پوځيان وژل شوي دي. 

د هندوستان او چين پر ګډې پولې پوځي ناندريو د نوي ډیلي‌ او بیجنګ تر منځ اړیکې خرابې هم خرابې کړې دي. دواړو هېوادونو وړاندې ويلي وو چې د سياسي او ډپلماټيکو حلارو په لټه کې دي. 
 
رويټرز لوېدېځۍ رسنۍ لېکلي  دي چې د چينايي او هندي پوځيانو نښته کې ۱۲ هندي سرتيري وژل شوي دي، خو هندي چارواکو يې شمېر يې درې يادوي. لومړی وزير نرېندرا مودي ويلي چې د وژل شوي سرتيرو غچ به واخلي. 

لومړي وزير نرېندرا مودي ويلي دي چې هېواد يې سوله غواړي او لومړيتوب ورکوي، خو د هر ډول تيری او بريد پر وړاندې د ځواب ويلو وړتيا هم لري.