افغانستان د نامعلوم برخلیک پر لور!

 افغانستان چې د کلونو راهیسې د جنګ او جګړو سره لاس او ګریوان دی، ددې جګړې د دریدو لپاره هغه وخت هیلې زیاتې شوې، کله چې د قطر پۀ مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د فبرورۍ پۀ (۲۹) د سولې تړون لاسلیک شو.

تمه داسې کېده، چې د جنګ لمن ددې هېواد څخه پۀ ټولیدو ده، خو برعکس د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې موافقې وروسته جګړې وخت ناوخت زور اخیستی.

 پۀ دې وروستیو کې د مرکز کابل پۀ دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسلوال برید وشو، چې پۀ دې برید کې د ماشومانو او  میندو پۀ ګډون ۲۴ تنه ووژل شول. پۀ همدې ورځ د ننګرهار ولایت پۀ ښیوې ولسوالۍ کې د یو سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان شیخ اکرم د جنازې پۀ مراسمو کې ځانمرګی برید وشو، چې پۀ دغه پېښۀ کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

پۀ سبا ورځ بیا پۀ پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې موټر بم برید وشو، چې ګڼ ملکیان یې ټپیان کړل.
دغو ټول بریدونه ولس، افغان دولت او نړیوالو وغندل.

 د ننګرهار پېښې مسوولیت داعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخیست، خو د کابل د دشت برچي سیمې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نۀ دی منلی.

خو طالبانو وویل چې د کابل حمله کې دوی لاس نۀ لري.
همدارنګه لس ورځې مخکې د جون پر دوهمه د کابل پۀ وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې هم چاودنه شوې وه، چې پېژندل شوی دیني عالم مولوي ایاز نیازی یې وواژه!

تازه پرون د جمع پۀ ورځ د کابل پر شېرشاه سوري جامع جومات کې چاودنه وشوه، د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ددې چاودنې پۀ اړه وویل، پۀ چاودنه کې د جومات ملا امام او (۳) نور کسان وژل شوي دي.

تر څنګ یې د پکتیکا د بکي خېلو سیمې امنیه قومندان وژل، د هلمند د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال پۀ کندهار کې وژل، دا فقط هغه مثالونه دي، چې تقریباً پۀ دې یوه میاشت کې یې موږ پۀ لاس کې لرو!

اوس پوښتنه دا پيدا کیږي، چې ولې پۀ جوماتونو بریدونه کیږي!؟
دا بریدونه د چا پۀ همکارۍ کیږي!؟
د داعش تر شاه د چا لاس دی!؟
ولې داعش مسلسل د ځینو بریدونو مسؤلیت مني!؟
ایا داعش ډله دومره قوي ده، چې دوی دې د مرکز  کابل پۀ زړۀ کې برید وکړي!؟
امریکا ولې د داعش خلاف عملیات نۀ کوي!؟
طالبان ولې حملې کوي!؟
د طالبانو هدف ددې حملو څخه څۀ دی!؟
د نړۍ استخبارات دلته(افغانستان کې) څۀ کوي!؟
د روانې جګړې نتیجه به څۀ وي!؟

دا دې ته ورته زیاتې نورې پوښتنې دي، چې د افغانستان برخلیک ور سره نامعلوم دی. د افغانستان اوسنۍ حالت دومره نازک دی، چې موږ یې تصور هم نشو کولای.

یو خوا افغان دولت، بل خوا طالبان د یو بل زندایان خوشې کوي، خو پۀ عینې حال کې د یو بل پر وړاندې حملې او بریدونه کوي، چې همدا زندایان چې یو بل خوشې کړي دي، د جنګ پۀ ډګر وژل کیږي!

له چې د سولې پۀ نیت زندایان خوشې کیږي، نو ولې دواړه لورې بیا هم د یو بل پر وړاندې د سختو الفاظو تر څنګ حملې کوي!؟

د داعش ډلې شتون یو بل خطرناک زنګ دی، چې د افغانستان برخلیک ورسره  نامعلوم دی.
پاکستان، ایران، چین، امریکا، روسیه، هندوستان جرمني... هغه هېوداونه دي، چې د افغانستان پۀ روانه جګړه کې پۀ یو نه یو ډول لاس لري.

اوس اندېښنه دا ده، چې یو خوا د طالبانو بریدونه، بل خوا د داعش بریدونه، تر څنګ یې داخلي مافیايي کړۍ، همدارنګه د هېوادونو لاسوهنې پۀ افغانستان کې... ددې هېواد (افغانستان) اوسنۍ وضعه ډېره پیچلې او خطرناکه کړې ده.

افغانان سخته ویره لري، چې بیا یې هېواد د تورو تمبو شا ته لاړ نشي او بیا هغه تاریخ تکرار نشي، چې پۀ نتیجه کې یې افغانان پاکستان ته مهاجر شول او دلته پۀ میلیونونو انسانان ووژل شول!

نو اوس افغان دولت او طالبانو ته پکار ده، چې بین الافغاني خبرې ژر پیل کړي، تر څو دواړه لورې سولې ته ورسیږي او پۀ شریکه دا هېواد د اوسني خطرناک او بحراني حالاتو څخه وباسي!