طالبانو خوست کې د يوې کورنۍ د اوو غړو يو قاتل ووژلو او يو يې ژوندی نېولی 

روهي (څلورنۍ/۲۸ د غبرګولي)، درې شپې وړاندې د خوست ولايت اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوالۍ اړوند په چراګاه نومي سيمه کې د يوې کورنۍ اووه غړي د خپل ورور او وراره له خوا ووژل شول. 

ياده پېښه کې  روژه ګل نومي يو کس او د هغې زوی د خپل ورور/تره د کورنۍ اووه غړي د هغې  په شمول ووژل. د خوست ولايتي ادارې هم د يادې پېښې پخلی کړی وو. 

تېره ورځ د اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوالۍ اړوند چراګاه نومي سيمه کې قومي خلکو د قاتلانو او د هغوی د شريکو خپلوانو کورونو ته اورونه ورکړل. طالبانو ويلي دي چې د يادې پېښې دوه اصلي مجرمين يې چې روژه ګل او يو يې زوی دی، يو يې نېولی او بل يې وژلی دی. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي، "د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې هغه۲ تنه قاتلین (روژه ګل او زوی یې) ونیول شول چې وړمه ورځ یې په خوست ولایت کې دخپل ورور په شمول د هغه د کورنۍ ۷تنه غړي شهیدان کړي وو.

دنیولو په وخت کې یو تن قاتل ژوره ګل د تیښتې هڅه وکړه چې قتل شو او زوی یې چې په قتل کې ورشریک و،محمکې ته وسپارل شو."

خوست کې يادې پېښې پر ټولنيزو رسنيو د خلکو غبرګونونه راپورته کړي دي او پر حکومت نيوکه کيږي چې د داسې ډېری پېښو مجرمين له نېول وروسته خوشي کيږي چې د قانون نه پلي کېدل په ګوته کوي. 

د خوست د ځايي اوسېدونکو ترڅنګ پر ټولنیزو رسنيو ډېری کسانو د قومي مشرانو د پرېکړې پر اساس د وژونکو کوونکو کورونو ته د اور ورکول ستايلي او داسې يې پرېکړې يې د جرمونو د عبرت په برخه کې مهمې بللې دي.