طبیعت او انسان‎

چې مې سترګې را خلاصې کړې
له هر لورې مې واوریدې کیسې
مخ ته مې پرتې وې رنګ رنک منظرې
د ساحل تر غاړه
سمندر په نڅا
د لمر مخ ته پرته وه
د وریځو ادا
د څپو مې تر غوږ شوه خندا
کبان وو په ګډا
په هر څه کې پروت وو
د پنځ نشان 
د پنځونکي یې شان
روح جسم سکون
به هره پرده کې سمون
ټول وو خوشاله
نه غم وو نه غصه
د طبیعت وه ننداره
خوږه وږمه، ښکلی نسیم
له  رنګو یې جوړ شور
له غږو یې جوړه نغمه
مرغان یې په هوا
ګډ کړی شور وو
څښیدونکې په صحرا
څاروي یې په ځنګل کې 
ځینې لمبېدل په دریا

چې پرې وت افق
لمر شو بې پروا
چې باران وریځ لمر 
سره ګډ شول
تالانده برښنا و رنګین کمان
لا یې رنګین کړ اسمان
چې خورې تیارې شوې 
را برسې ره شو تور اسمان
سپوږمۍ ښکاره کړ خپل کمال
ستورو یې بیان کړ حال
هره ساه یې حیرانه پر جمال
د طبیعت هم عجب شان وي کمال

ستر ستر غرونه سمندرونه 
 د عجت شان مخلوق وو
 په کې کورونه
بیل بیل یې وو رنګونه
خپلو کې یې کړل جنګونه

مین په طبیعت 
نظم ته یې په حیرت
ورته برېښېدا کرامت
چاوې دا دی رحمت

خو ترې هېر یې خالق
ورک وو ترې مالک

هېره یې وه د ادم او حوا کیسه
هر چاته یې کړه بیپروا سجده
هېر یې وو چې دی بنده

بس د ظلم چراغ شو بل
شیطان یې وو د لارې مل
د هرې مسلې ورک شو حل

نه خوند او نه نظم وو د طبیعت
هر چیز کې ورک وو کرامت
انسان نه ورک شو انسانیت
دا پایله د خلقت
په جنت کې ورک ترې جنت