د عجایبو افغانستان: دوستم دې په کې مارشال، مسعود ملي اتل، مزاري د ملي يووالی شهيد؛ خو ډاکټر نجيب دې کمونېسټ، ملاعمر دې ترهګر او حکميتار دې جنګسالار وي 

له پيغمبرانو وروسته چې له ګناهونو پاک او معصوم له ګناه وو، نور هر انسان او بيا په ځانګړې ډول په دې اوس وخت کې، له تېروتنو، قضدی او سهوي غلطیو، ظلم، حق خوړونې، ګناه او منفي کړنو پاک نه دی. کله چې خبره بيا يه اوس وخت کې یا څه وړاندې، د افغانستان په ډول د یو جګړه ځپلي هېواد شي او هغه هم د سياسي مشرانو موضوع. 

د غوایي له کودتا وروسته په افغانستان کې اور ولګېد او د سيمې د هېوادونو په ملاتړ او هڅونې بېلا بېلې قومي ډلې چې په سر کې يې د ګوتو په شمېر قومي ټېکه دران وو، صحنې ته را ووتل.  د اسلام له نوم نېولي، بيا د انسانيت، قوم، ژبې، حقوقو، سمت، خپلواکۍ، جهاد او سولې په نومونو معاملې او جنايتونه تر سره شول. 

دا چې افغان ولس اوس هم په جګړه کې دی نو سولې ته د رسېدو په پار تيار دی، چې د تېرې ۴۰ کلنې غميزې هر مجرم وبښي او د پخلاينې لاس ورکړي. ولس غواړي چې د قومي اميتازونه ورکړې تېر شي هم احد شاه مسعود ته د دغه خاورې بچی ووايي او بښنه ورته وکړي، هم ډاکټر نجيب، ملا محمد عمر، ګلبدين حکمتيار، عبدالعلي مزاري، برهان الدين رباني، جنرال دوستم او نورو ته. که چېرې اوس وخت کې ولس د سولې او ارامۍ ارمان ته ورسيږي، نو د جمال خاشقجی د زوی په ډول به هر افغان د خپل پلار، ورور، زوی، مور او د کورنيو د نورو غړو وژونکي او قاتلان  وبښي. 

دا چې  ولس او په ځانګړې ډول پښتنو ته د درد وړ او پر ټپونو يې د مالګو اچول دي، هغه د جګړې په دې سره اور کې روانه بې عدالتي، قومي ټېکه داري او امتياز اخېستنه ده. 

دا چې د ۴۰ کلنې غميزې د پيل یو لامل ډاکټر نجيب الله شمېرل کيږي، دا چې د ترهګرۍ له ټپې د ملا عمر ټنده نه پاکيږي او دا چې د کابل قاتل او جنګسالار له نوم حکمتيار نه خلاصیږي؛ خو بيا دې هم د پنجشير يو ځایي قومندان او د کورنيو جګړو اړخ احمد شاه مسعود په کې ملي قهرمان وي، هره دفتري اداره کې يې بايد انځور ووسي او مېلېونه يې ډالر یې بايد به قبر ولګیږي او ولس دې اړ دی چې احمد شاه مسعود د ټول افغانستان د قهرمان او دفاع کوونکي په توګه ومني. له لومړۍ ورځې بيا تر نن هزاره مشر او قومندان بايد د ټول ولس يانې د ملي یووالی شهيد وسي. په دې مانا چې عبدالعلي مزاري له بلخ بيا تر خوست او له بدخشان بيا تر هرات د ولس د يووالي لپاره ځان شهيد کړ. هغه دوستم چې کالونه - کالونه کمونېسټي نظريې ته وجنګېد، کورنيو جګړو يې فعاله برخه واخېستله، سل  او زر نورې د تاوتريخوالي ډکې چارې يې وکړې؛ مجاهد کبير، ستر جنرال او نن دې مارشال شي. 

که چېرې څوګ د رېښتني ټولنيز عدالت غږ پورته کوي نه پښتانه به تيار وي چې د هر جنايت او ظلم کوونکي پښتون پر وړاندې غږ پورته کړي او دا مبارزه وکړې چې تر محکمې يې کش کړي. خو که لوبه داسې وي، چې د پښتون مجاهد دې ترهګر او جنګسالار وي، د پښتون هېواد پاله دې کمونېسټ او پردی پاله وي، د پښتون سخت دريځه دي هم په کې ترهګر وي او د پښتون ديموکرات دې په سېکولار وي، نو بيا ويلی شوی، چې د عجایبو په افغانستان کې دې دوستم  مارشال، احمد شاه مسعود ملي اتل، عبدالعلي مزاري د ملي يووالی شهيد؛ خو ډاکټر نجيب دې کمونېسټ، ملاعمر دې ترهګر او حکميتار دې جنګسالار وي. 

ټولنيز عدالت او ملي يووالی د خولې خبرې او د شعار بڼه نه ده، ټولنيز عدالت او ملي يووالی رېښتني عمل ته اړتيا لري او تر ډېره له ځانه پيليږي.