ميرمن يې له خلکو د دعا غوښتنه کړې؛ فرامرز تمنا په کرونا ويروس ککړ شوی 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر فرامرز تمنا پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې د کرونا ويروس پايله يې مثبت وه او ورغتيايي وضعيت يې سخت دی. تمنا لېکلي دي چې  ساه لنډي او ټوخی يې ډېری دی. 

د فرامرز تمنا ميرمنې آرزو نورستانۍ هم په کرونا ويروس د خپل خاوند ککړېدل تائيد کړې دي او له خکو یې غوښتې دي چې دعاوې ورته وکړي. ميرمن نورستانۍ لېکلې دي چې ښايي دي هم په دې ويروس ککړه شوې وي. 

له دې وړاندې د عامې روغتيا پخواني وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او د پخواني اجرائیه رياست دويم مرستيال محمد محقق په کرونا ويروس د ککړېدو ويلي وو.