خليلزاد: د بنديانو د خوشي کېدو پر وړاندې خنډونه بايد لېرې شي 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د افغانستان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د افغان حکومت او طالبانو له خوا د یو او بل د بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار کړی. خليلزاد ويلي دي چې د بنديانو د خوشي کېدو بهير بايد ګړندی شي او پر وړاندې يې خنډونه لېرې شي. 

نوموړي بر ټوېټر لېکلي دي، "د بندیانو خلاصون نوي مهم پړاو ته رسیدلي. موږ د دې هرکلی کوو چې اوسمهال د حکومت لخوا د خلاصو شوو طالب بندیانو شمیر له ۳۰۰۰ اوښتی او د طالبانو له ۵۰۰ اوښتی. مهمه ده چې دا بهير دوام ومومي او د بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډ لرې شي." 

زلمي خليلزاد په يو بل ټوېټ کې لېکلي، "موږ د بین الافغاني مذاکراتو هدف ته له پخوا هر وخت ډیر نږدې یو. ټولې خواوې باید د مذاکراتو میز ته د ژر تر ژره ورتلو لپاره کار وکړي او ورانکاري پرې نږدي چې بهیر تضعیفه کړي او د سولې لپاره د افغان خلکو هیلې او ارمانونه وغولوي."

خليلزاد تېر اونۍ دوحې ته لاړ او هلته يې له طالب استازو سر وکتل. ورپسې يې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړې او همدا ډول يې کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د بين الافغاني خبرو پيل، د بنديانو خلاصون او اړوند نور مسايلو لېدنه او خبرې وکړې.