د ولسمشر محمد اشرف غني د بیا ځل ولسمشر کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لوړ پوړي نظامي چارواکي، د پاکستان پوځ لوی درستیز، د ملي امنیت مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی استازی په نه اعلان شوي سفر کابل ته راغلي دي. سرچینې وایي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه او ورسره مل پلاوی یې د افغانستان ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو، د سرحدونو پر مدیریت، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغان مهاجرینو پر ستونزو او د افغانستان سولې روان بهیر په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان چې د کلونو راهیسې د تروریستي کړیو او بانډونو د پټنځای او خوندي مرکز دی. د ملي، سیمه ییزو او سیاسي ګټو خوندي ساتلو لپاره یې هر هغه ډله او ایدیولوژي ځواکمنه او پراخه کړې چې په سیمه کې د پاکستان فعال، او اغیزمن رول ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. پاکستان د طالبان د تحریک رامنځته کیدو څخه تر اوسه د طالب مشرانو پټنځایونه ساتلي او د طالبانو تحریک تصمیم نیونکي مشران د پاکستان د نظامي او استخباراتي ارګانونونه د غوڅ ملاتړ څخه برخمن دی او د طالبانو په اړه د امریکا متحده ایالاتو وروستی تصمیم چې د جګړې پر ځای خبرې او سیاسي هوکړه یې حللار او سټراټیژي اعلان کړه او پاکستان ته یې د سختو فشارونو او بندیزونو ګواښ وکړ. اما ددې دریځ په غبرګون کې اسلام اباد له امریکا سره د افغانستان سولې پروسې کې د هر ډول همکارۍ خبر ورکړ، په لومړي اقدام کې چې د امریکا باور ترلاسه کړي د طالبانو مهم مشر ملا برادر چې د لس کلونو راهیسې په کراچې ښار کې بندي و ازاد کړ. سربیره پردې د طالبانو د یو شمیر نورو مهم غړو د حاضرولو ډاډ یې ورکړ او په دې کار یې وکولی شول چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل کړي. په همدې ترتیب د دوحې هوکړه لیک او عملي کېدو یې د پاکستان پر وړاندې د امریکا تګلار په بشپړ ډول بدله کړه او حتا د امریکا د نننه د پاکستان پر وړاندې په سیاسي دریځونو کې بدلون راغي.
پاکستان د دوحې هوکړې وروسته په دې ویره کې و چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز دوی بهر پاتې نه شي، دغه راز ولسمشر غني هم له طالبانو سره د خبرو پیلولو مهم شرط د طالبانو او پاکستان دولت د اړیکو پرېکول و او په ورته وخت کې امریکا هم همدې باریکۍ ته متوجې و چې د پاکستان رول به په بین الافغاني مذاکراتو کې څه وي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټول سیاسیون د پاکستان پر وړاندې بې باوره دي. امریکا د هوکړې وروسته کوښښ وکړ چې د طالبانو سره د بین افغاني مذاکراتو پیلولو او مخته وړلو لپاره نور مستقیم په تماس کې اووسې خو د کار د پاکستان د ناخوښي سبب وګرځېد. بل لور پاکستان د خپل رول د غښتلتیا لپاره په افغانستان کې د ټاکنو رامنځته شوي بحران د لا پیچلي کولو کوښښ وکړ او په ورته وخت کې یې د طالبان په لاس داسې تروریستي بریدونه تر سره کړل چې ولسمشر غني ناچار د سیاسي بحران پای ته رسولو په موخه یو نامناسب هوکړه لیک ته غاړه کېږدي. همدارنګه پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې دخیلو غاړو په ځانګړې توګه واشنګټن او کابل ته دغه پیغام لیږه چې د دوحې هوکړې سره د پاکستان ماموریت لا مهم پړاو ته رسیدلي چې وروستۍ پایلې باید هغه څه اوسي چې دوی یې غواړي.
له بده مرغه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان حکومت معلومې، لیکلې او تایید شوې ستراتیژي او تګلار نه شتون ددې سبب شوی چې پاکستان هر ورځ متفاوتو لوبو سره افغان حکومت بوخت او د ورځې پیښو سره د افغانانو برخورد او احساسات تر لاسه کړي چې دا د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ښيي چې افغانستان دولت په مطلق ډول د بې برنامه ګۍ سره لاسه او ګریوان دی. افغان چارواکو په یو کال کې د پاکستان پر وړاندې بیلابیلو دریځونه غوره کړي دي کله وایي چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي په سبا یې بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید د ترهګړو ډلو سره خبرو پر مهال اړینه مرسته وکړي څو د پام وړ نتایج تر لاسه شي؛ یانې دغه وضعیت دا په ډاګه کوي چې افغانان له تر اوسه د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان پر څرګند رول بې خبره دي او هغه اطلاعات په لاس کې نه لري چې پاکستان ته یې معلوم رول او دریځ ور په ګوته کړي.
کابل ته د باجوه سفر مهم او د بحث وړ پیغامونه:
لومړی: د دغه سفر تر ټولو ستر پیغام د پاکستان هغو ویرو ته ډاډ ورکول دي چې دوی یې د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت لري همدارنګه د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان رول لا اغیزمن ښودل دي. او په دې کې شک نشته چې امریکا به د خپلو متحدونو په لاس د پاکستان لا همکاري جلبولو لپاره دغه ناسته ترسره کړې وي.
دویم: پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې غواړي چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان سیاسیون او حکومتي چارواکو پر وړاندې له منځه تللی اعتماد بیا تر لاسه کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت دوی یو مهم اړخ د نظارت کونکي په څیر ولوبوي.
درېیم: دوی په کابل کې سولې ته بیړه او احساساتو اخیستو چارواکو ته غواړي دا وښیي چې د پاکستان پرته د بین الافغاني مذاکرتو پیل نا ممکن دی، په داسې حال کې چې د طالبانو حاضرولو دنده نور د امریکا پر غاړه ده، یانې پاکستان مجبور دی چې امریکا ته طالبان حاضر کړي خو دوی غواړي ددې کار کریډیټ د افغانستان حکومت نه هم واخلي.
څلورم: اسلام اباد په لیکلي ډول کابل ته د سولې بهیر د راتلونکو کامیابو پړاونو د ترسره کولو د شرطونو بنډل سپارلی چې په هغه کې د هند رول، د سرحدونو مدیریت، د دواړو هیوادونو څرنګه اړیکو ساتل او د طالبانو سره د هوکړه لیک وروسته د سیمه ییز امنیت ټنګښت شرطنامې لري.
بلاخره دغه سفر یوازې د پاکستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه د هغو موخو لاسته راوړلو لپاره چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز یې دوی تمه لري. خو د افغانستان حکومت باید ددې ناستې تر سره کولو سربیره هغه دریځ چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو پر پرېکون باندې یې لري نور هم څرګند او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت حد اقل د پاکستان حضوري شتون پر وړاندې مخالفت وښیي.
وروستي